د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۶

مومند: پاکستان ته د افغان کډوالو د وزير سفر ښې لاسته راوړنې لرلې


د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د پاکستان د کډوالو او سرحداتو له چارو وزیر عبدالقادر بلوچ سره.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د پاکستان د کډوالو او سرحداتو له چارو وزیر عبدالقادر بلوچ سره.

په اسلام اباد کې د افغان سفارت چارواکي وايي چې پاکستان ته د افغان کډوالو د وزير سيد حسين عالمي بلخي سفر ښې لاسته راوړنې لرلې او له پاکستانيو چارواکيو سره يې په دې هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه مهمې او مثبتې خبرې وکړې.

دوى دا څرګندونې تر هغې وروسته کوي چې د افغان کډوالو وزير د يوه جګپوړى پلاوي په ملتيا د تيرې يکشنبې په ورځ پاکستان ته سفر وکړ او د دې هېواد او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ UNHCR له چارواکيو سره يې په پاکستان؛ په ځانګړې توګه په خيبر پښتونخوا ايالت کې د مېشتو افغان کډوالو په پر وضعيت او وروستيو رامنځته شويو ستونزو خبرې وکړې.

د افغانستان د کډوالو چارو وزير تر هغې وروسته پاکستان ته سفر وکړ چې د تېر ميلادي کال په ډسمبر کې په پېښور کې پر پوځي ښوونځي د پاکستاني طالبانو تر حملې وروسته په دې هېواد کې مېشت افغان کډوال د پوليسو او نورو امنيتي ادارو تر سخت فشار لاندې او له ډول ډول ستونزو سره مخ دي.

بلخوا په اسلام اباد کې د افغان سفارت چارواکي وايي چې پاکستان ته د افغانستان د کډوالو د وزير دا سفر د نورو هغو پر پرتله ډېر مهم و، ښې او مثبتې نتيجې به ولري.

په دغه سفارت کې د افغان کډوالو عمومي رييس "مصري خان مومند" له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل؛ افغان وزير په يوه مهم وخت کې پاکستان ته سفر وکړ او د افغان کډوالو پر برخليک يې مهمې خبرې وکړې:

"ښاغلي بلخي صيب پاکستان ته کامياب سفر و او ډېرې لاسته راوړنې يې لرلې. ده په ډېر حساس وخت کې سفر وکړ.

سفر يې په دې په ډېر حساس وخت کې و چې دلته حالات ډېر غېر نورمال شوي وو او په افغانستان کې هم د مهاجرينو په اړه نوي حالات او نوي سياستونه مخې ته راغلي دي او جناب وزير صيب د نويو پروګراونو او نويو طرحو سره دلته راغى او په ډېر ښه شان يې په مجلسونو کې شرکت وکړ او بالاخره ډېر ښه نتايج يې واخيستل چې د هغې د جملې نه يوه خبره دا وه چې هغه مهاجرين چې له کلونو دلته اوسېږي او راجسټر نه دي؛ هغوى بايد راجستر شي."

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمنشرۍ يا "يو اين ايچ سي آر" د احصايې له مخې، دا مهال په پاکستان نزدې ١٦ لکه راجسټر شوي افغان کډوال مېشت دي چې د پاکستان، افغانستان او د دغې ادارې د درې اړخيز تفاهم له مخې د روان کال تر پايه پورې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد ورکړل شوي دي.

مصري خان مومند زياتوي، پاکستان ته د افغانستان د کډوالو چارو د وزير د سفر پر مهال نه يواځې په دې هېواد کې د مېشتو ناراجسټر شويو کډوالو د برخليک په اړه خبرې وشوې؛ بلکې د هغو راجسټر شويو کډوالو د استوګنې د مودې د تمديد په اړه هم بحث وشو چې په دې هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد لري:

"په درې جانبۀ غونډه کې فيصله وشوه چې مهاجرين به په داوطلبانه او تدريجي ډول هېواد ته ځي؛ نو هېڅوک دوى په زور مجبوروي نه او نه به په يو وار سره دوى بازګشت کوي.

تدريجي بودن او داوطلبانه بودن په دې مانا دي، چې دوى ته به زمينه وي، وخت به ورته ورکول کېږي او داسې يو حرکت چې جبراً مهاجر بېرته تګ ته مجبور کړي؛ داسې حرکت به نه وي."

د مومند په خبره، درېواړو خواوو په دې خبره هوکړه کړې چې په نزدې راتلونکي کې به په کابل کې يوه درې اړخيزه غونډه جوړه کړي چې په نتيجه کې به يې په پاکستان کې د راجسټر شويو افغان کډوالو د استوګنې د مودې د تمديد په اړه وروستى پريکړه وشي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG