د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۰

عراقي ځواکونو له اسلامي دولت ډلې څخه د تکریت ښار په نیولو کې پرمختګ کړی


د تکریت ښار د بېرته نیولو په مقصد د عراقي ځواکونو عملیات یوه مهم پړاو ته رسېدلي دي.

عراقي ځواکونه وړمه ورځ تکریت ته ننوتل او د راپورونو له مخې د ښار یوازې یوه وړه برخه د اسلامي دولت ډلې په ولکه کې ده.

د شیعه ملېشو جګپوړي قوماندان معین القدیمي "سي. ان. ان" ټلویزیوني شبکې ته وویل چې د تکریت د بېرته نیولو لپاره د پوځي عملیاتو په یوولسمه ورځ د دې ښار په سلو کې پنځه اویا برخه د دوی لاس ته ورغلې ده. نوموړي زیاته کړه چې په پاتې برخه کې د داعش ډلې شاوخوا یونیم سل وسله وال د جګړې په حال کې دي.

په همدې حال کې د عراق صدراعظم حیدرالعبادي ویلي چې عراقي ځواکونه د ملکي تلفاتو د مخنیوي هڅه کوي. عبادي ژمنه وکړه چې په دې عملیاتو کې به د تکریت د خلکو سر او مال خوندي وي:

"ځینو کسانو په موږ کې نفوذ کړی او غواړي د خلکو امنیت خراب او مالونه یې چور کړي او د جنایاتو او د سرغړونو په وسیله زموږ بریاوو ته زیان واړوي. په دې مقصد مو امنیتي ځواکونو؛ د پولیسو او اردو قوماندانانو او شیعه ملېشو ته ډېر جدي هدایت ورکړی."

داعش ډلې تکریت ښار چې د صدام حسین پلرنی ټاټوبی دی؛ تېرکال په جون میاشت کې ونیو او پرون چارواکو وویل چې دا ښار یې له هرې خوا محاصره کړی او د داعش ډلې یوشمېر کسان له هغه ځایه تښتېدلي دي.

د عراق دفاع وزیر خالدالعبیدي وايي؛ دوی اټکل کوي چې د عراق امنیتي ځواکونه به په راتلونکو درېیو یا څلورو ورځو کې د تکریت ښار مرکز ته ورسېږي. عبیدي اسوشیېټډپریس آژانس ته وویل چې د وضعیت اداره اوس د دوی په لاس کې ده او ځکه خو د امنیتي ځواکونو تلفات خورا کم شوي دي.

ویل کېږي چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف له دولتي ځواکونو او شیعه ملېشو جوړ دېرش زره کسیز ځواک سره د هوايي ځواک مرسته نه کوي؛ خو ایران په ځینو برخو کې همکاري ورسره کوي او سلامشورې ورکوي.

د عراق دفاع وزیر وايي، له تکریت وروسته د موصل وار دی چې باید د داعش له وسله والو څخه تصفیه شي.

موصل هم پروسږکال د داعش لاس ته ورغی او دې ډلې هلته خورا زیات خلک ووژل او د څو سیمو تاریخي او لرغونې سیمې او آثار یې لوټ او ویجاړ کړل.

XS
SM
MD
LG