د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۴

ایا ۳۴افغان سناتورانو په هند کې ۳لکه ډالر لګولي؟


د افغانستان د مشرانو د نړېوالو اړیکو کمیسیون هغه راپورونه ردوي چې د دې جرګې لسګونه غړو هند ته په سفر کې درې لکه ډالره لګولي دي.

دوي وايې چې دغه سناتوران د یوه کاري سیمینار لپاره هند ته تللي وو.

خو د مشرانو جرګې ځیني پخواني غړي بیا وايي چې دغو سناتورانو نژدې درې لکه ډالره مصرف کړي چې تر ډيره یې د دوي شخصي مصارف بلل شوي دي.

د مشرانو جرګې د نړېوالو اړیکود کمیسیون چارواکې وایې چې هند ته د سفر لپاره د دې جرګې د لسګونو غړیو لګښت د البا کمپنۍ له خوا ورکړل شوي دي.

د دې جرګې د نړېوالو اړیکو د کمیسیون مرستیال سید صفي الله هاشمي د چهارشنبې په ورځ له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې هغه راپورونه يې رد کړل چې ګنې په دې سفر کې نژدې درې لکه ډالر مصرف شوي دي:

″دا یو روزنیز سفر و، د دې لپاره چې موږ د هند له پارلمان سره بلدتیا پیدا کړو، نو دا یو ګټورسفر و خو دومره پیسې چې ویل کېږي دا سمه نه ده او دا پیسې د البا کمپنۍ له خوا ورکړل شوي دي.″

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې تردې مخکې ویل شوي وه چې د مشرانو جرګې تقریبآ 34 غړیو هند ته د یوه کاري سیمینارپه نوم لسګونه زره ډالره په خپلو شخصي کارونو لګولي دي.

خو په همدې حال کې د مشرانو جرګې د نړېوالو اړیکو د کمیسیون پخواني مشرعارف الله پشتون ازادۍ راډيوته وویل چې دغو سناتورانو هند ته په سفرکې تقریبآ درې لکه ډالره مصرف کړي.

نوموړي وویل چې یادې پیسې د دوې په شخصي کارونو مصرف شوي دي:

″دغه پیسې د دوې یوازې په چکرو، په نسخو او درملو مصرف شوې دي، دا تقریبآ درې لکه ډالر دي، دا غیرمشروع خبره ده او دا په پارلماني قوانینو کې هیڅ ډول جواز نه لري.″

خو د مشرانو جرګې غړی او د دې سفر یو تن ګډونوال فرهاد سخي له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې دا مساله رد کړه چې ګنې درې لکه ډالر دوي په دې سفرکې مصرف کړي دي:

″طبعآ هرسفر خپل لګښت لري، خو دا ارقام زما په نظر ډير زیات دي، ځکه زه هم په دې سفر کې وم، دا اشتباه ارقام دي، دا سفر یوازې د پنځو شپو لپاره و او د دې سفر ګنجایش په دې اندازه نه دی.″

البا یوه بهرنۍ موسسه ده چې پارلمانونو سره د قانون د تقوي په برخه کې مرسته کوي.

یو شمېرافغان څيړونکي بیا له نړېوالو موسسو غواړي چې د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو، که چېرې له افغانستان سره مرسته کوي باید په هغو لارو یې مصرف کړي چې افغانانو ته ګټور وي.

دوي وایي، که چېرې د افغانستان د خلکو استازي له دا ډول بې ځایه لګښتونو څخه مخنیوی ونه کړي نو د خلکو اعتماد به په ملي شورا ورځې تربلې راکم او له منځه ولاړ شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG