د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

د عراق له تکریت ښار څخه د اسلامي دولت په نامه ډله په تیښته ده


عراقي چارواکي وایي، د تکریت ښارد نیولو لپاره د اسلامي دولت له ډلې سره جګړه روانه ده او د دې ښار ډیرې برخې عراقي ځواکونو نیولي دي.

د صلاح الدین ولایت د والي دفتر خبر ورکوي چې تیره ورځ د تکریت د مرکزپه شمال کې د قادسیه سیمه له مخالفانو پاکه شوه.

یوه عراقي پوځي چارواکي د عراق دولتي تلویزیون العراقیة ته وویل، ایتلافي ځواکونه هم د جنوب له لوري تکریت ته داخل شول او د اسلامي دولت ډلې وسله وال د خلکو موټر په زوره اخلي او له ښاره په کې تښتي. د دې ښار په ځینو برخو کې تیره شپه هم نښتې روانې وې.

د صلاح الدین ولایت د قبایلي شورا یوه ویاند مروان جباره د ازادۍ راډيو عراقي څانګې ته وویل، د تکریت شپیته په سلو کې عراقي ځواکونو نیولی دی.

عراقي ځواکونو د صلاح الدین په ولایت کې لس ورځې مخکې عملیات پیل کړل. له دوی سره د هوا له لارې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونه مرسته کوي او د سې شنبې په ورځ یې د تکریت په شمال کې د العالم ښار ونیو، له هغه وروسته د تکریت په لور روان شول.

د امریکا لوی درستیز جنرال مارتین ډیمپسي تیره ورځ د مشرانو جرګې په استماعیه غونډه کې وویل، د داعش پرضد په جګړه کې د ایران مرسته یو مثبت ګام دی، خو امریکا په ورته وخت کې اندیښنه ورته لري:

«هره هڅه چې هرڅوک د داعش ډلې پرضد کوي، د جګړې پرمثبته نتیجه اغیز کوي. په بله وینا د ایران مرستې د عراق له امنیتي ځواکونو سره له پوځي لیدلورې یو مثبت ګام ګڼلی شو، خو موږ د هغې راتلونکې ته چې کله د جګړې غږ غلی شي او داعش مات شي، اندیښنه لرو. پوښتنه دا ده چې د عراق مشران به په سمه لاره روان شي او یو پراخ بنسټه حکومت به چې ټولې ډلې پکې ګډون وکړي، جوړ کړي؟»

د عراق په شمال کې هم روانه اونۍ کردي پیش مرګه ځواکونو د اسلامي دولت د ډلې پر ضد عملیات پیل کړل او د کرکوک لور ته مخته ولاړل. پیشمرګه ځواکونو د سې شنبې په ورځ هغه مهم لاره چې کرکوک له موصل سره تړي، ونیوله.

موصل تر ټولو ستر ښار دی چې د اسلامي دولت ډلې په لاس کې دی، کردي ځواکونه وایي چې په دې سیمه کې به عملیاتو ته ادامه ورکړي.

بل مهم ښار چې د اسلامي دولت ډلې په لاس کې و هغه د تکریت ښار دی چې د تیر کال د جون په نیمایي کې یې لاندې کړ. په دې ښار کې د عراق پخوانی مشر صدام حسین زیږیدلی و.

XS
SM
MD
LG