د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۶

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پلان


نړېوالو ورځپاڼو له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو او په افغانستان کې د پاکستان د نفوذ په اړه مطالب خپاره کړي دي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې؛ "هیڅ دلیل نشته چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پروګرام وځنډول شي" تر سرلیک لاندې یو مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یې راغلي:

د افغانستان د ملي پوځ له ۱۷ زرو زیات پوځي او ملکي پروسنل یا وژل شوې او یا هم د پوځ له لیکو څخه تښتیلې دي. دا مهال هم د ۲۰۱۴م کال په پرتله د طالب وسله والو پر ضد جګړو کې د ملي پوځ زیات شمېر عسکر وژل کیږي. دا په داسې حال کې ده چې پسرلی راروان دی؛ د جګړو او نویو حملو موسم پیلیږي.

ورځپاڼه لیکي، د جمهوررییس اشرف غني په ګډون، افغان چارواکي او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندانان په دې باور دي چې امریکا باید له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ایستلو پر پلان له سره غور وکړي.

نیویارک ټایمز لیکي، د امریکا د دفاع نوي وزیر "آشټن کارتر" هم ویلي چې امریکایي چارواکي له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ایستلو په پروګرام له سره غور کوي او پرته له شکه، امریکا ته د افغانستان د جمهور رییس د سفر په جریان کې به د همدې مسالې په اړه بحث وشي او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د فعالیت د دوام په اړتیا به ټینګار وشي.

ورځپاڼه زیاتوي، افغان او امریکایي چارواکي په دې اړه یوازې استدلال کوي او هیڅ لورې تر اوسه په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د پوځي ماموریت د دوام په اړه د قناعت وړ دلایل نه دی وړاندې کړی.

نیویارک ټایمز لیکي، په افغانستان کې په بري سره د جګړې د ختمولو لپاره باید د سیمې په سیاست کې بدون راوړل شي او باید هڅه وشي چې طالبان د جګړې په نسبت د سیاست په ډګر کې لا فعال شي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، که چیرې دا ډول شرایط برابر نه شي؛ د امریکایي ځواکونو د وتلو ځنډ به وروسته پړاو یعنې د دې ځواکونو له وتلو وروسته وخت چارې له ځنډ سره مخامخ کړي.

ګارډین:

بریتانیا چاپ، ګارډین ورځپاڼې د افغانستان د پخوانې جمهور رییس حامد کرزي خبرې رااخیستي چې وایي، افغانستان د پاکستان د نفوذ زیاتېدو له خطر سره مخامخ دی.

ورځپاڼه لیکي، د افغانستان نوي جمهور رییس اشرف غني د پاکستان د ملاتړ جلبوولو په مقصد سخت کمپاین پیل کړی او غواړې په خپل هېواد کې د سولې عملیه له دې لارې چټکه کړې او له همدي امله یې له پاکستان سره د دوستۍ اړیکې ټینګ کړي دي.

ورځپاڼه لیکي، پخوانی جمهور رییس حامد کرزی وایي؛ افغانان له پاکستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی؛ خو د پاکستان تر لاس لاندې باید نه شي.

ګارډین لیکي، افغانان سولې ته سخت تږې دی؛ له نا امنیو او جګړو څخه بیخي ستړې شوي دي.

حامد کرزی وایي چې د سولې په عملیه کې د پاکستان په صداقت شک لري؛ خو نوي جمهور رییس اشرف غني په دي اړه ګامونه پورته کړي دي. دا مهال باید انتظار وکړو او وګورو چې اسلام آباد په خپلو ژمنو کې تر کومه حده صادق دی.

XS
SM
MD
LG