د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

له حکومته د مس عینک کان په سيمه کې د لرغونو اثارو د ساتنې غوښتنه وشوه


د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره له دې چې د لوګرولایت د مس عینک د کان په سیمه کې د یوشمیر نورو تاریخی اثارو د موندلو خبر ورکوي؛ پر امنتي ځواکونو تاکید کوي چې د دې اثارو ساتل دې جدي کړي.

د دې وزارت سلا کارجلال نوراني د سه شنبې په ورځ له ازادي رادیو سره په خبرو کې وویل؛ د دې وزارت سرپرست په وزیرانو شورا کې د مس عینک د تاریخي اثارو پر خوندیتوب ټینګار کړی دی:

"که موږ خپله فرهنګي هستي سمه او په د قت ونه ساتو؛ واضح خبره ده چې ځینی خودغرضه او قاچاق کوونکي به له موقع ګټه واخليی.

د اطلاعاتو فرهنګ د وزارت چارواکو د همدې له امله تاکید کړی چې امنیتي ارګانونه دې د مس عینک د اثارو په ساتلو کې جدي اوسي."

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست مصدق خلیل د دوشنبې په ورځ په وزیرانو شورا کې د مس عینک په کان کې د نویو تاریخي اثارو د موندلو خبره کړې او غوښتي یې دي چې د دې اثارو د زیانمنېدو د مخنیوي لپاره دې د دې کان په استخراج کې پوره احتیاط وشي.

بل خوا د لوګرولایت د مس عینک په سیمه کې د تاریخي اثارو د ساتنې مسوول قدیر تیموري له ازادي راډیو سره په خبرو کې هم تایید کړه چې په یاده سیمه کې یو شمیر نور تاریخي اثار هم موندل شوی دي:

"د اوسپنې د ویلي کولو ځینې کُرې مو موند لي او د دې ترڅنګ ځینې سیکې هم پیدا شوي دي."

تیموري وايي، له څه باندې څلویښتو کلونو راهیسې د مس عینک د کان اړوند سیمه کې؛ د تاریخي اثارو د موجود یت مطالعه پیل شوې وه او د څیړنو په لړکې ثابته شوه چې دا سیمه د بودايي او ګندهارا د زمانې فرهنګي اثار لري.

د دې وزارت مسوولین وايي، د مس عینک له کان څخه تراوسه په سلګونو منقول اثار کابل موزیم ته لیږدول شوي؛ خوغیر منقول يې اوس هم په سیمه کې پاتې دي.

د مس عینک د کان د کیندلو تړون په دوه زره اتم میلادي کال کې د افغان حکومت او د "ایم، سي، سي،" چینايي کمپنۍ ترمینځ لاسلیک شو.

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د کان کیندلو په تړون کې پردې تاکید شوی چې د سیمې تاریخي اثارو ته باید زیان ونه رسیږي.

د افغانستان د تاریخي اثارو د غلا او ویجاړیدو اندښنه نوې خبره نه ده بلکې له دې پخوا هم افغان حکومت او یونسکو په دې هکله اندیښنه کړې ده.

په عین وخت کې د لوګر ولایت امنیتي مسوولین ډاډ ورکوي چې د مس عینک د کان او تاریخي اثارو ساتلو ته کافي پرسونل ځای پر ځای دی.

د دې ولایت امنیه قوماندان عبدالحکیم اسحق زي ازادي رادیو ته وویل:

"مس عینک د دې سیمې په د درېیو امنیتي کمربندونو په مینځ کې پروت دی؛ هیڅوک نه شي کولی چې دې سیمې ته ننوځي او کان یا تاریخي اثاروته زیان ورسوي ."

د افغانستان د ملي موزیم د مسوولنیو د معلوماتو له مخې په تیرو څه کم څلویښت کلنو جنګونو کې د افغانستان شاوخوا لس زره تاریخي اثار یا ویجاړ او یا بهرته قاچاق شوي دي.

همدارنګه داسې اندیښنې هم شته چې اوسمهال د افغانستان څه کم یوزرو دوه تاریخي اثار له خطر سره مخ دي.

په دې هکله د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي؛ له د وه زره لمړي میلادي کال راهیسې هڅې تیزي شوي چې د فرهنګي اثارو د ساتنې نړیوالې موسسه د افغانستان د ورکو اثارو په بیرته ستنولو او د ویجاړو اثارو په ترمیمولو کې له دوی سره مرستې وکړي.

دوی وايي، دې هڅو ترډیره حده مثبته نتیجه ورکړې ده.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG