د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۶

سروې: ۸۵ سلنه خلک د ملي یووالي دحکومت ملاتړ کوي


یوه نوې سروې ښيي چې د افغانستان څلورنوي فیصده خلک په جمهور رییس اشرف غني بشپړ او یا تریوې اندازې باوري دي.

که څه هم ځینې خلک او ځینې کړۍ په هېواد کې د ملي یووالي له حکومته راضي نه دي؛ خو په دې اړه یوه نوې سروې ښيي چې د دې هېواد شاوخوا پنځه اتیا فیصده خلک، د خپل حکومت ملاتړ کوي.

دا سروې د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو وروسته د ډیموکراسي انټرنیشنل نړیوالې موسسې له خوا له څه باندې څلورزرو افغانانو سره د مرکو له لارې شوې ده.

دا موسسه وايي، د دې هڅې هدف یې، د ډیموکراسۍ او انتخاباتو په هکله د خلکو پوهول دي.

د ډيموکراسۍ انټرنیشنل د موسسې تخنیکي مشاور ذ کریا بارکزي د د وشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ اکثره افغانان د ملي یووالي د حکومت او جمهور ريیس اشرف غني ملاتړ ښيي:

"د اڼترنیشنل د موکراسي د پخوانیو سروې ګانو په لړ کې؛ سږکال د دې حکومت له جوړېدو وروسته هم یوه سروې ترسره کړې او ارقام يې ښيي چې د افغانستان پنځه اتیا فیصده خلک د ملي یووالي د حکومت ملاتړي دي او دوه نوي فیصده غواړي چې د انتخاباتو په پروسه کې اصلاحات راوړل شي."

بارکزي وویل، د دې سروې بشپړولو ته، په یوه فورمه کې دوه اتیا پوښتنې درج شوې وې او د "سافټ پاورسلوشن" د موسسې په همکارۍ د روان لمریز کال د عقرب له نهمې څخه د قوس تر اومې نیټې پورې ترسره شوې ده.

د ډيموکراسي انټرنیشنل مسوولینو وویل؛ د افغانانو تر ټولو عمده ستونزه؛ اداري فساد، ناامني او په ځینو مواردو کې د حکومت د حاکمیت کمزوري په ګوته شوې ده.

دا سروې په داسې حال کې ترسره کیږي چې تراوسه حکومت نه دی توانیدلی چې خپله کابینه جوړه کړي.

سربیره پردې ځینې خلک انتقاد کوي چې حکومت په رغنده لار روان نه دی. خو سروې وايي، ډیر خلک په دې باور دي چې دا هېواد سمې خواته په حرکت دی.

بل خوا د دې موسسې د څیړنو د څانګې شنونکی محمد حسن وفایي په دې نظر دی چې ډېر خلک د ملي یووالي حکومت هیله مند کړي دي:

"چا چې ویلي افغانستان په سمې لورې روان دی؛ سږکال یې شمېر زیات شوی، دوه اتیا عشاریه شپږ فیصدو خلکو ویلي چې د ملي یووالی حکومت به دوام وکړي او بریالی به وي.

درې اتیا فیصده خلکو ویلي چې د ملي یووالی د حکومت له موافقي ملاتړ کوي."

ځینې نور کارپوهان بیا په دې سروې انتقاد کوي چې دا سروې له وخته د مخه او بله دا چې یو اړخیزه ده.

خو د ډيموکراسي انټرنیشنل د موسسې مسوولین وايي؛ په دې سروې کې يې نړیوال معیارونه په پام کې نیولي دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG