د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

په عراق کې د لرغونو آثارو او ساحو لوټ او تالان روان دی


په تېره یوه اونۍ کې درېیم ځل دی چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش وسله وال د عراق د شمال پر لرغونو ساحو چې د نړۍ له بېسارو تاریخي میراثونو څخه ګڼل کېږي حملې کوي.

عراقي چارواکي د عراق په شمال کې د اسلامي دولت ډلې له خوا د یوې بلې تاریخې ساحې د ویجاړولو د راپورونو په اړه څېړنه کوي.

د راپورونو له مخې د اسلامي دولت ډلې یا داعش وسله والو پرون د عراق په شمالي سیمه "خرسباد" کې یوه بله لرغونې ساحه ویجاړه کړه.

د عراق د توریزم او لرغونو آثارو وزیر عادل شیرشب وايي؛ دا وېره شته چې وسله وال به دا سیمه په بشپړ ډول ویجاړه کړي او تاریخي آثار به ترې وباسي.

شیرشب زیاته کړه چې د عراق هوايي حریم د دې هېواد د پوځ نه بلکې د نړیوال ائتلاف په ولکه کې دی. ده د امریکا په مشرۍ پر نړیوال ائتلاف غږ وکړ چې د داعش د حملو پر وړاندې د عراق د لرغونو ساحو دفاع وکړي.

عراقي وزیر په بغداد کې د څرګندونو پر مهال له نړیوال ائتلاف څخه چې هلته د داعش پر اهدافو بمباري کوي؛ په دې سیمه کې هم د هوايي حملو غوښتنه وکړه.

خرسباد د داعش تر ولکې لاندې موصل ښار په پنځلس کیلومتري واټن کې پرته سیمه ده.

نړیوال ائتلاف پرون اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په عراق کې د داعش ډلې پرضد دولس هوايي حملې کړي. په دې حملو کې موصل ته نژدې د داعش ډلې پر دوو مرکزونو بمبارۍ هم شاملې دي.

نړیوال ائتلاف وايي چې په دې بمباریو کې د داعش ډلې دوه مرکزونه او تجهیزات ویجاړ شوي؛ خو معلومه نه ده چې په دې لړ کې د خرسباد تاریخي ساحه هم شامله ده کنه.

خرسباد یا دور شارکین Dur Sharrukin له میلاده مخکې په اومه پېړۍ کې د آسوري پاچا دوهم سارګون د واکمنۍ پرمهال جوړه شوې جنګي کلا ده. دا کلا یو دېوال چې ۲۴ متره سورور دی او بنسټ یې له تیږو جوړ دی او اوه دروازې لري.

د عراق په شمال کې د نینوا ولایت د لرغونو آثارو د ادارې یو مقام جمعه عبدالله وايي، د خرسباد اوسېدونکو راپور ورکړی دی چې د داعش وسله والو له دې ځایه لرغوني آثار غلا کړي او ځینې نور یې په بمونو الوزولي دي.

د داعش وسله والو د عراق په شمال کې دوه نورې تاریخي ساحې چې یو په نمرود او بله یې په هاترا کې وې او د یونسکو د تاریخي سیمو په فهرست کې شاملې وې؛ هم ویجاړې کړې.

د عراقي چارواکو په وینا دې وسله والو د نیمرود ساحه چې درې زره کاله لرغونې وه د مارچ په ۶ مه او د هاترا ساحه چې دوه زره کاله تاریخ لري؛ د مارچ په اومه په بولدزرونو ورانه کړه.

له دې مخکې په یوه ویډیو کې د داعش وسله وال په داسې حال کې ولیدل شول چې د موصل ښار موزیم لوټوي. په دې ویډیو کې د یوه لوی غويي د لرغونې مجسمې د له مینځه وړلو تصاویر هم وښودل شول.

XS
SM
MD
LG