د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

د اسلامي دولت ډلې په عراق کې د نمرود د لرغونو آثارو مرکز وران کړ


د نمرود د لرغونو اثارو مرکز دا تصویر څو کاله مخکې اخیستل شوی دی.
د نمرود د لرغونو اثارو مرکز دا تصویر څو کاله مخکې اخیستل شوی دی.

د اسلامي دولت ډلې په عراق او سوریه کې د ډله ییزو او بې رحمانه وژنو ترڅنګ ډېر مهم لرغوني آثار او اته موزیمونه هم له منځه وړی دي. په دې موزیمونو کې داسي قیمتي او مهم اثار وو چې قدامت یي له میلاده مخکې ۱۳مې پیړۍ ته رسیده.

په عراق کې د نمرود په نامه د لرغونو آثارو مرکز چې د آشوري تمدن ښار بلل کیږي؛ د اسلامي دولت ډلې وسله والو په بولډورزونو وران کړ.

نمرود یا د آشوریانو لرغونی ښار د عراق د موصل ښار په جنوب کې پروت دی او د ملګرو ملتونو د فرهنګي اثارو د ساتنې سازمان (یونیسکو) له خوا د نړۍ د فرهنګي میراثونو په لیست کې ثبت شوی و. دا ښار له میلاده مخکې ۱۳مه پیړۍ کې جوړ شوی و او اصلي نوم یې "کالهود" و.

عراقي چارواکو ویلي، د اسلامي دولت ډلې دا لرغونی مرکز د پنجشنبې په ورځ په بولډوزرونو وران کړ.

ملګرو ملتونو دا عمل جنګي جنایت وباله.

وسله والو د موصل موزیم چې د بغداد له موزیم وروسته ترټولو مهم او تاریخي موزیم ګڼل کېده؛ هم وران او لوټ کړ. په یوې ویدیو کې چې د فبرورۍ په ۲۷مه خپره شوه؛ لېدل کیږي چې وسله وال په درندو سټکانو سره مجسمې ماتوي.

د لرغونو آثارو د چارواکو په وینا، په دې موزیم کې شاوخوا ۹۰ قلمه تاریخي آثار چې زیات شمیر یې اصلي وو؛ له منځه وړل شوي دي. د تاریخي اثارو دا له منځه وړنه په افغانستان کې د طالبانو له خوا په بامیان کې د بودا د سترې مجسمې له منځه وړلو ته ورته وه.

د اسلامي دولت ډلې د ۲۰۱۴م کال د جولای په ۲۴مه د یونس علیه السلام قبر هم بیخي له منځه وړی و. دا قبر په موصل کې ترټولو مشهور او پیژندل شوی زیارت و.

وسله والو د زیات شمېر راټولو شویو خلکو په مخکې د یونس علیه السلام قبر په باروتو او چاودیدونکو موادو والوزاوه.

د اسلامي دولت ډلېپه فبرورۍ میاشت کې د موصل ښار ستر کتابتون وسوځاوه. دا نه ده معلومه چې کتابتون ته څومره زیان رسیدلی؛ خو یونسکو د وسله والو دا عمل د فرهنګي آثارو د له منځه وړلو یو بل کمپاین بللی دی.

د جنورۍ میاشت کې په تصویرونو کې وښودل شول چې د اسلامي دولت ډلې وسله والو د موصل ښار لویدیځ ته په "تل عفر" ښارګوتي کې د لرغوني ارګ دیوالونه هم وران کړي دي.

وسله والو دغه راز په موصول ښار کې د نهمې پیړۍ عربي ژبې شاعر "ابو تمام" مجسمه چې په دې ښار کې یې ژوند کاوه او د لسو شعري کتابونو مجموعه یې د "حماش" په نامه چاپ شوي، راوغورځوله او له منځه یې یوړه.

له دې مخکې د اسلامي دولت ډلې د عراق په تکریت ښار کې یوه مهمه کلیسا چې دیارلس سوه کاله وړاندې جوړه شوې وه او د "زرغونې کلیسا" په نامه یې شهرت درلود؛ هم ورانه کړه. دا کلیسا په ۱۲۵۸م میلادي کال کې د مغولو په تهاجم کې د آشوري عیسویانو د ډله ییزې وژنې یادګار و.

د اسلامي دولت ډلې د فرهنګي او مقدسو ځایونو د ورانولو په لړ کې د عراق په تکریت ښار کې د اربعین زیارت او څلی هم ونړاوه. په دې ځای کې د اسلام د خلیفه عمر ابن خطاب د پوځ د څلویښتو وژل شویو عسکرو قبرونه وو.

XS
SM
MD
LG