د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

سوریه: د النصره ډلې جګ پوړی قوماندان "ابو همام الشامي" وژل شوی


په داسې حال کې چې په سوریه کې د بشار الاسد د رژیم ضد جهادیانو په دې وروستیو میاشتو کې د جګړو جبهو کې د نظر وړ پرمختګونه کړي وو؛ د سوریې دولتي خبري رسنیو د جمعې په ورځ وویل چې حکومتي ځواکونو د النصره جبهې یو مهم قوماندان وژلی دی.

د سوریې دولتي خبر رسنیو، د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډلې او فعالانو د جمعې په ورځ وویل چې د النصره ډلې جګ پوړی قوماندان "ابو همام الشامي" وژل شوی؛ خو د نوموړي د مړینې په اړه بیلا بیل راپورونه خپاره شوي دي.

د النصره چارواکو د الشامي د مړینې خبر نه دی ورکړی. ویل کیږي چې دا جهادي قوماندان په افغانستان کې د القاعده شبکې د وسله والو په څنګ کې هم جنګیدلی و.

د سوریې دولتي خبري آژانس وویل، شامي له څو نورو مشرانو سره یو ځای د سوریې د پوځ د خاصو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی. آژانس نه دي ویلي چې نوموړی څه وخت وژل شوی دی.

د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډلې چې مرکز یې په لندن کې دی هم ویلي چې د النصره ډلې دا جګ پوړی قوماندان وژل شوی؛ خو د ځای په اړه یې څرګندونې نه دي کړي.

د دې څارونکې ډلې مشر رامي عبدالرحمن ویلي؛ شامي د وررسېدلو ټپونو له امله د پنجشنبې په ورځ مړ شو. رامي عبدالرحمن وایي، شامي ممکن د النصره ډلې د هغو پنځو مشرانو په ډله کې و چې د فبرورۍ په ۲۷ مه د سوریې "ایدلیب" ولایت کې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو په هوایي بمبارۍ کې ټپیان شوي وو.

النصره ډلې په یوې اعلامیه کې د هغې ورځې په بمبارۍ کې د خپلو وژل شویو قوماندانو نومونه اعلان کړي وو؛ خو د الشامي نوم په کې نه و.

د بشري حقونو یوه سیمه ییز فعال "ابراهیم ایدلیبې" فرانسپرس آژانس ته ویلي؛ الشامي د فبرورۍ د ۲۷مې هوایي حمله کې وژل شوی و؛ خو د مسالې د حساسیت له امله النصره ډلې د هغه د وژل کېدو معلومات نه وو خپاره کړي.

النصره ډلې د چهارشنبې په ورځ په حلب ښار کې د سوریې د حکومت د استخباراتي ادارې په مرکز حمله کړې وه او زیاته مرګ ژوبله یې اړولې وه.

XS
SM
MD
LG