د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

هند عرب اماراتو ته په ٩ ويکټو ماتې ورکړه


د ٢٠١٥م کال د نړيوال جام سياليو په لړ کې نن د هند او متحده عرب امارتو ترمنځ مسابقه وشوه.

لوبه چې د اسټراليا په پرت ښار کې وشوه، اماراتو پيل کړه، لا يې ٣٤م اوور نه و پوره کړى، چې په ١٠٢منډو يې ټول لوبغاړي وسوځېدل او هند ته يې د ١٠٣ منډو هدف ورکړ.

هند وتوانېد دغه ورکړل شوى هدف په يو کم ١٩ اوورونو کې د يوه لوبغاړي په سوځېدو سره پوره کړي.

د هند تکړه لوبغاړى اشوين د دې مسابقې غوره لوبغاړى وبلل شو.

ټاکل شوې د انګلنډ او سريلانکا ترمنځ راتلونکې نيمه شپه مسابقه وشي.

XS
SM
MD
LG