د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۷

نشنل انټرسټ: آیا اسلامي دولت ډلې افغانستان ته مخه کړې؟


نړېوالو رسنیو په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د حضور او په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

نشنل انټرسټ:

نشنل انټرسټ خپرونې په وروستۍ ګڼه کې؛ "آیا اسلامي دولت ډلې افغانستان ته لار کړې؟" تر سرلیک لاندې یو تحلیلي مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یې لیکي:

د اسلامي دولت ډلې د ۲۰۱۴م کال له وروستیو راهیسې په افغانستان او پاکستان کې پروپاګنډ یا تبلیغ پیل کړی؛ اداعا کوي چې په دې سیمه کې مشرتابه لري او د پاکستاني طالبانو ځیني غړې دوی ته وفادار دي.

خپرونه لیکي، د اسلامي دولت ډلې یو قوماندان د جنورۍ میاشتې په وروستیو کې ووژل شو او یو بل یې د افغان طالبانو له خوا نیول شوی دی.

نشنل انټرسټ زیاتوي، که څه هم چې په افغانستان کې زیات شمیر حکومتي چارواکو؛ افغان څېړونکو او د مدني ټولنې ځینو فعالانو په دې وروستیو کې منلې چې داعش په افغانستان کې فعالیت پیل کړی؛ خو له پولې پورې غاړه پاکستاني چارواکي او څیړونکي بیا دا مساله دومره جدي نه ګڼي او په اړه یې زیاته اندیښنه هم نه لري. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستاني طالبانو او داعش ترمنځ تړاو ډیر قوي دی.

خپرونه پوښتنه کوي چې "موږ ولې باید په افغانستان کې د داعش په لټه کې شو؟"

په ځواب کې یې لیکي، په افغانستان کې په کافي اندازه ستونزې موجودې دي او د عراق او سوریې په نسبت په افغانستان کې ډېر پخوا اسلامي دولت جوړ شوی و. په دې معنی چې طالبانو د اسلامي امارت په نامه دولت جوړ کړی و. داعش چې په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت داعیه پرمخ وړي؛ ممکن په دې هم خوښ وي چې په یوه بل هېواد یعنې افغانستان کې اسلامي امارت تیار جوړ شوی دی.

د نشنل انټرسټ په باور، که څه هم چې د اسلامي دولت ډلې او طالبانو ترمنځ د ځمکو نیولو، د پوځ یا وسله والو ساتلو او حکومتي تشکیلاتو په اړه زیات شباهت موجود دی؛ خو دا دوه ډلې یو شان نه دي.

خپرونه لیکي، طالبان اکثره د افغانستان د جنوبي سیمو اوسیدونکي دي؛ خو د ځینو نورو برخو کسان یې هم په لیکو کې جذب کړي دي. دا ډله له ځینو تروریستي سازمانونو لکه د ازبکستان اسلامي له غورځنک سره هم همکاري لري. دا چې طالب وسله والو ته عربان روزنه او مرستې ورکوي؛ د افغانانو په منځ کې زیات محبوبیت نه لري.

نشنل انټرسټ خپرونه لیکي، د داعش په نسبت د افغانستان د نورو ستونزو په اړه چې د بنسټ پالو او جنایت کارو ډلو د قوت سبب کیږي؛ زیاته اندیښنه موجوده ده. افغان حکومت او نړیواله ټولنه باید د بې روزګارۍ او بې وزلۍ ستونزې حل کړي.

ګارډین:

زیات شمیر لویدځو ورځپاڼو په پاکستان کې د افغان مهاجرو د ستونزو او د پاکستاني چارواکو د ناوړه چلند په اړه مضمونونه او مقالې خپرې کړي دي.

بریتانیا چاپ، ګارډین ورځپاڼې د "شربت ګلې" په نامه افغانې مهاجرې ژوند ته چې په ۱۹۸۴ کال کې د "شین سترګې افغان مهاجرې" په نامه مشهور تصویر یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د افغان مهاجرو ژوند منعکس کړی و؛ کتنه کړې او د هغې اوسنی هغه عکس یې خپور کړی چې په پاکستاني شناختي کارت لګول شوی دی.

د ورځپاڼې په باور، پاکستانی چارواکي او خلک له افغان کډوالو سره هغه د ۱۹۸۰ لسیزې په څير چلند نه لري او چارواکو د شربت ګلې کارت مسترد او بې اعتباره کړی دی.

په پاکستاني شناختي کارت افغانان بانکي حسابونه خلاصولای شي؛ ملکیت پرې اخیستلای شي او تر نامعلومه وخته په دې هېواد کې اوسیدلاي شي.

د پاکستان د نفوسو د ثبت احوال اداره وایي؛ تر اوسه یې له ۲۲ زرو څخه زیات کارتونه مسترد کړي او دا هغه کارتونه دي چې افغانانو په غیرقانوني ډول او د رشوت په واسطه تر لاسه کړي دي.

XS
SM
MD
LG