د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

"له تشدد سره مبارزه په توپ او ټانک سره نه بلکې په فکر او عمل سره کیږي"


د حکومت اجرایي رییس وایي؛ د افراطیت تر نامه لاندې بې ګناه افغانان وژل کیږي.

عبدالله عبدالله دغه څرګندونې نن (د یکشنبې په ورځ) په سیمه کې د عدم تشدد په نامه جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال وکړې.

د حکومت اجرایي رییس عبدالله عبدالله وایي، په سیمه کې د افراطیت او تاوتریخوالي د مخنیوي په هدف باید د مهاتما ګاندي له افکارو څخه استفاده وشي.

ښاغلي عبدالله د یکشنبې په ورځ په سیمه کې د عدم تشدد په نامه یوه سیمینار ته د وینا پر مهال وویل چې له تروریزم سره مبارزه په توپ او ټانک نه بلکې په فکر او عمل سره کیږي:

"عدم تشدد د پیاوړو خلکو وسله ده. پیاوړتیا په وسلې او ټوپک نه بلکې په فکر، عزم او اراده ده. دا د ګاندي خبرې وې. د ګاندي له فکر څخه میلیونونه مظلوم او دربنده کسانو انګیزه اخیستې ده."

نوموړي وویل چې د افراطیت له امله په افغانستان کې د زیاتو بې ګناه خلکو وینې تویې شوې او له دغې پدیدې سره باید جدي مبارزه وشي.

مهاتما ګاندي او خان عبدالغفار خان د شلمې پيړۍ د عدم تشدد مفکورې له بنسټ ایښودونکو څخه بلل کیږي.

افراطیت باید له سیاسي لارو له منځه یوړل شي. لومړنۍ وسیله یې دا ده چې ستر قدرتونه له افراطیت څخه د یوې وسیلې په توګه کار وانخلي.
حامد کرزی

دغو دوو شخصیتونو په هند او افغانستان کې خلک د انګریزي استعمار پر وړاندي سوله ییزې مبارزې ته هڅول.

په همدې حال کې په کابل کې د هند سفیر امر سینها د عدم تشدد په نامه غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې په سیمه کې موجود افراطیت انسانیت او د بیلابیلو ادیانو او خلکو تر منځ مسالمت آمیزه ژوند ګواښي.

اخوا پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هم د افراطیت پر وړاندې جګړه د نړۍ په ځانګړي توګه اسلامي هیوادونو لپاره زیانمنونکې وبلله او ویې ویل چې په میلیونونه انسانان د افراطیت او له دغې پدیدې سره د جګړې له امله تلف شوي او کیږي.

ښاغلي کرزي د عدم تشدد تر عنوان لاندې غوندې د خبرو پر مهال پر لویدیځو هیوادونو انتقاد و کړ او ویې ویل چې دغه پدیدیه باید له سیاسي لارو حل شي:

"هر څومره چې تاسو د افراطیت په وړاندې له تشدد څخه کار واخلئ او بې ګناه خلک بمبارد کړئ او ویې ځوروئ، افراطیت ډیریږي او خلک ورته ډيره مراجعه کوي. افراطیت باید له سیاسي لارو له منځه یوړل شي. لومړنۍ وسیله یې دا ده چې ستر قدرتونه له افراطیت څخه د یوې وسیلې په توګه کار وانخلي."

د افغانستان حکومت او چارواکي هم افراطیت نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې لپاره یو ګواښ بولي او د سیمې او ګاونډیو غواړي چې له تروریزم او افراطیت سره مبارزې کې له افغان حکومت سره همکاري وکړي.

کارپوهان هم په دې باور دي چې که له دغې پدیدې سره ګډه مبارزه ونه شي؛ نو ښایي لمنه یې ټولو ګاونډیو او سیمه ییزو هیوادونو ته خپره شي چې بیا به یې پایلې ډیرې خطرناکه وي.

XS
SM
MD
LG