د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

پکتیا: د قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې ۷ تنه وژل شوي او ۱۷ ټپیان دي


د پکتيا په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې د دوو قبيلو ترمنځ د ځمکې پرسر شخړه د نورو خېلونو په ملاتړ مهار شوې؛ خو په پېښه کې ۷ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.

دا نښته د ځاځي اريوب ولسوالۍ روکيانو د هاشمخېلو سيمې د ملافتح کلا او حمزه خېلو ترمنځ د ځمکې پر سر چې د هديرې لپاره يې ځانګړې کړې وه؛ رامنځ ته شوې وه.

په نښته کې دواړه خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې. د چارواکو په وینا په دې جګړه کې ۷ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي، چې د ځینو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی او د درملنې لپاره مرکز ته راوړل شوي دي.

د پکتیا مرستیال والي عبدالولي سهي ازادي راډیو ته وویل چې، یو دولتي پلاوی سیمې ته رسېدل، څو پېښه وڅېړي او په اړه به یې جزیات له رسنیو سره شریک کړي.

پکتیا چې یو غرنی ولایت دی، په دې ولایت کې په کراتو د ځمکو، غرونو او ځنګلو پر سره د قومونو ترمنځ نښتې رامنځ ته شوي دي چې وروسته باید د نورو قومونو او حکومتي چارواکو په منځکړیتوب جګړې مهار شوي دي.

XS
SM
MD
LG