د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

کارتر:باید ډاډ ترلاسه شي چې په افغانستان کې پرمختګ ټینګ او کره شوی


د پنټاګون مشر اشټن کارتر وايي ښایي امریکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو پر پلان غور وکړي.

کارتر پرون په کابل کې له افغان ولسمشر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې دا خبرې کړي دي.

واشنګټن تر ۲۰۱۶ میلادي کال پورې له افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو د وتلو پر طرحې بیا غور کوي.

د دغه هېواد نوي دفاع وزیر کابل ته د سفر پر مهال دې موضوع ته په اشارې وویل چې باید په دې اړه ډاډ تر لاسه شي چې په افغانستان کې پرمختګ ټینګ او کره شوی دی.

اشټن کارتر پرون په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره په یوه ګډه خبري غونډه کې له افغانستان سره د امریکا د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ؛ خو زیاته یې کړه چې غواړي د افغانستان د حکومت له مشرانو څخه د دې هیواد د امنیتي ځواکونو د پرمختګونو په اړه پوه شي او دا چې امریکایي ځواکونه له خپلو متحدانو سره څنګه کولی شي؛ د دې پرمختګ ملاتړ ته دوام ورکړي. کارتر زیاته کړه:

"زموږ لومړیتوب دا دی چې د دې پرمختګ پر ټینګوالي ډاډه شو. له همدې کبله ده چې د امریکا ولسمشر د اشرف غني د امنیتي تګلاري د لا ښه ملاتړ لپاره پر څو لارو غور کوي چې یو یې هم د امریکایي ځواکونو د وتلو په احتمالي مهال ویش کې بدلونونه دي."

اشټن کارتر وايي، اصلي هدف د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ دوام دی.

راپورونه وايي، د امریکا د اوسنۍ طرحې له مخې؛ متحده ایالات د روان ۲۰۱۵ کال تر پایه په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر نیمایي ته رسوي چې شمېر به یې پنځه زره شي او دا شمیره تر ۲۰۱۶ کال پورې په تدریج کم او یوازې د امریکا تر سفارت پورې به محدودیږي.

خو د پنتاګون نوی مشر وايي؛ ښایي دا پروګرام بدل شي.

اوسنۍ تګلاره په امریکا کې د جمهوري غوښتونکو له سختو انتقادونو سره مخامخ شوې ده.

د راپورونو له مخې، هغوی استدلال کوي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته ښایي هغه لاسته راوړنې له منځه ولاړې شي چې په سختۍ یې د طالبانو پر وړاندې ترلاسه کړي دي؛ هغسې چې د دوی په خبره په عراق کې د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته فرقه یي شخړې په هغه هېواد کې ډیرې شوې.

خو ولسمشر اشرف غني وايي؛ له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د اوباما له پلان سره موافق دی؛ خو امریکا باید د افغانستان وضعیت درک کړي.

XS
SM
MD
LG