د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۳

پکتيا: د دوو قومونو ترمنځ په شخړه کې یو تن وژل شوی او ۱۸ ټپیان دي


د پکتيا په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې د دوو قبيلو ترمنځ د ځمکې پرسر شخړه کې د ټپيانو شمېر ۱۸ تنو ته ورسېد او جګړه لا هم دوام لري.

د پکتيا ولايتي ادارې مسولين دا مني چې د دې ولايت په ځاځي اريوب ولسوالۍ روکيانو سيمه کې د دوو خېلونو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه روانه ده.

د پکتيا والي وياند روح الله سمون ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل چې د ځاځي اريوب ولسوالۍ روکيانو د هاشمخېلو سيمې د ملافتح کلا او حمزه خېلو ترمنځ د ځمکې پر سر چې د هديرې لپاره يې ځانګړې کړې وه؛ شخړه رامنځته شوې.

دی زياتوي چې په دې شخړه کې تر دمه چې دوی معلومات لري؛ ۱۱ تنه ټپيان شوي چې ۲ د يو او ۹ د بل لوري څخه ټپيان دي او په خبره يې په سيمه کې د وضعيت کرارولو په خاطر يې د نورو سيمو له ولسونو غوښتنه کړې چې د پېښې ځای ته د سولې په موخه لاړ شي.

د ځاځي اريوب ولسوالۍ د روغتون ډاکټران چې نه غواړي نوم يې څرګند شي؛ ازادۍ راډيو ته د ټليفون پر ليکه وويل چې تر دې مهاله دوی ته ۱۴ ټپيان وروړل شوي چې اته يې ګردېز ته لېږلي او شپږ نور هلته تر تداوي لاندې دي.

له سيمې څخه ازادۍ راډيو ته د ټیلفون له لارې رسيدلي راپورونه څرګندوي چې په روانه جګړه کې تر دمه ۱۸ تنه ټپيان شوي چې د څلور تنو وضعيت يې د اندېښنې وړ ښودل کيږي.

له سيمې څخه عيني شاهدانو دا هم وويل چې په دې پېښه کې تر اوسه پورې ځينې کورونه هم سوځېدلي او ښايي د ژوبلو شمېره تر دې هم لوړ شي ځکه چې په سيمه کې جنګ روان دی.

له ځاځي اريوب ولسوالۍ څخه يو بل تن د ټیلفون پر کرښه ازادۍ راډيو ته وويل چې د ځاځيو د نورو قبيلو او څمکنيو اوسېدونکي، قومي مخور او علما همدا اوس د ولسوالۍ د ودانۍ مخ ته له خپلو محلي بېرغونو سره د دواړو قبيلو ترمنځ د سولې په خاطر رايو ځای شوي او د روانېدو په حال کې دي.

د دې خبر وروستي جزيات به بيا خپاره شي.

XS
SM
MD
LG