د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۱

عبدالله: د مدني ټولنو د انسټټیوټ فعالیتونو ته به یو چوکاټ جوړکړو


د حکومت اجرایې رییس عبدالله عبدالله د مدني ټولنو د فعالیتونو لپاره د یوه چوکاټ د جوړیدو خبره وکړه.

ښاغلي عبدالله د سې شنبې په ورځ د مدني ټولنې د انسټټیوټ د پرانیستلو په مراسمو کې وویل چې، افغانستان به له ستونزو لرې نه وي او د دې ستونزو د له منځه وړلو لپاره باید له ټوله وسه کار واخیستل شي.

د دې انسټټیوټ د جوړیدو هدف د ټولو مدنی ټولنې یو ځای کول او په یوه مشخص قانوني چوکاټ کې د هغوی د فعالیتونو برابرول ښودل شوي.

د افغانستان د مدني ټولنې د کارله پيلیدو سره به له دې وروسته ټولې مدنې ټولنې په همغږۍ او قانوني توګه فعالیت وکړي.

د حکومت اجرایې رییس عبدالله عبدالله چې د سې شنبې په ورځ یې ددغه بنسټ د پرانیستلو په مراسمو کې خبرې کولې وویل چې، د مدني ټولنو د انسټټیوټ فعالیتونو ته به یو چوکاټ جوړکړي او حکومت به یې ملاتړ وکړي:

″د هغې لارې لپاره چې په مخکې یې لرو د یوه واضح چوکاټ پر اساس به زموږ همکارۍ دوام وکړي.

موږ پرتاسو حساب کوو او تاسو هم د ملي وحدت پرحکومت حساب کولای شی.

د کار او وظایفو لپاره به یو چوکاټ جوړ کړو.″

ښاغلي عبدالله د مدني ټولنو له غړیو وغوښتل چې په هېواد کې د موجوده ستونزو د له منځه وړلو او د قانون پراساس د خلکو د حقونو د خوندي کولو لپاره له حکومت سره همکاري وکړي.

د افغانستان د مدني ټولنو انسټټیوټ تیرکال د اغا خان د پراختیایې شبکې په همکارۍ جوړ شو او اوس یې په فعالیت پيل وکړ.

د دغه انسټټیوټ مشره او د ځوانانو او میرمنو په برخه کې د اجرایې رییس سلاکاره حبیبه سرابي وایې، ترهغو چې د خلکو د حقونو د خوندي کولو او ښې حکومتدارۍ لپاره د مدني ټولنو فعالیتونه سره همغږي نه شي، نو دا ډول فعالیتونه به د پام وړ نتیجې و نه لري.

خو یو شمېرمدني فعالان په دې اړه چې حکومت به د مدني ټولنو د انسټټیوټ د فعالیت لپاره چوکاټ رامنځ ته کړي، بېلابېل نظرونه لري.

مدني فعال باري سلام وایي چې، د مدني ټولنو دنده دا ده څو د حکومت پرکړنو څارنه وکړي نه دا چې حکومت د مدني ټولنو پر فعالیتونو نظارت ولري.

د افغانستان د مدني ټولنو د مجتمع رییس او د دغه انسټټیوټ د رهبري هییت غړی عزیز رفیعي هم د دې انسټټیوټ له فعالیدو هرکلی کوي خو وایې چې د مدني ټولنو په فعالیتونو کې د حکومت هر ډول مداخله د بیان د آزادی خلاف ده:

″مدنې ټولنه په دې باورده چې د حکومت هرډول غیر موجه مداخله به د بیان ازادي او د مدني تولنو فعالیتونه له خطر سره مخامخ کړي.″

په هغه غونډه کې چې د افغانستان د مدني ټولنو د انسټټیوټ د پرانیستلو لپاره جوړه شوې و، د پنځلسو هېوادونو سفیرانو او د امریکا د نړېوالې پراختیایې ادارې مسولینو هم برخه درلوده او له یاد بنسټ څخه یې د خپل ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ.

XS
SM
MD
LG