له څو محدودو کسانو پرته ډېری هغه کسان چې اوس مهال په افغانستان کې د جنګسالارانو په نوم یادېږي او د هېواد د سیاست په ډګر کې لوبېږي؛ دوه - درې لسیزې مخکې عادي کسان او د حکومت ټیټ رتبه کارکوونکي وو او حتی ځینو یې رسمي زده کړې هم نه دي کړي.
خو نن همدې څو کسانو د هېواد د واک پر ګدۍ او د شتو پر خزانه منګولې خښې کړې دي. د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته جنګسالاران چې اکثر د جهادي تنظیمونو مشران او قوماندانان دي؛ د پخوا پرتله لا ځواکمن شول؛ خو په عین حال کې د دوی په ظاهري قیافه او خبرو اترو کې ستر بدلون ترسترګو شو.
د ۱۳۵۷ کال د ثور کودتا د افغانستان ټولنیز نظام بدل کړ؛ نویو ډلو او نویو ټولنیزو پوړیو د هېواد پر برخلیک ولکه ټینګه کړه او د واک او شتو د تصاحب لپاره نوې څېرې ډګر ته راووتې.
د خلق ګوند د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته تر نن ورځې د هېواد د شتمنۍ او قدرت پر ګدۍ د جهادي تنظیمونو یوه ډله حاکمه شوه چې په مشهوره اصطلاح جنګسالاران بلل کېږي.
نړیوالې ټولنې او په سر کې متحدوایالاتو د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته په افغانستان کې د ډیموکراسۍ د پرمختګ لپاره خورا ډېرې پیسې ولګولې؛ خو څرګنده خبره ده چې جنګسالاران او ډیموکراسي نه سره جوړېږي؛ نو آیا د افغانستان د اوږدې جګړې په جریان کې رامینځ ته شوي جنګسالاران بدل شوي؟
په افغانستان کې د سیمه ییزو ځواکمنو لوبغاړو مثالونه کم نه دي. نورو ته وروسته راځو، خو لومړی عبدالرشید دوستم چې تقریباً تر ټولو ځواکمن ګڼل کېږي؛ د یاودولو وړ دی.
ښاغلی دوستم چې پخوا جنګسالار ګڼل کېده او اوس د ولسمشر لومړی مرستیال دی؛ ځان د افغان ملي امنیتي ځواکونو اصلي ملاتړ کوونکی بولي. ښاغلی دوستم چې د کمونیستي نظام د ملېشو مشر؛ د اویایمې لسیزې د تنظیمي جګړو او بالاخره د طالبانو د رژیم پرضد د مقاومت د جګړو ګډونوال پاتې شوی؛ اوس د حکومت د مخالفینو د حملو د قربانیانو لیدو ته روغتونونو ته ځي؛ هغو ته وینه ورکوي او کله ناکله په سپورتي جامو کې راښکاره شي او سرتېرو ته وايي چې سپورت دې کوي؛ څو بدن یې روغ پاتې شي.
دوستم چې په شپېتمو هجري لمریزو کلونو کې د کمونیستي نظام له یوه عادي سرتېري څخه د اویایمې لسیزې په یو ستر رهبر بدل شو؛ اوس هڅه کوي چې د خلکو په ذهن کې خپل پخوانی تصویر بدل کړي او په دې مقصد له قومي مشرانو؛ د ملي شورا له غړو او له بهرنیو ډيپلوماټانو سره لیدنې کتنې کوي او له ځانه یې یو مخور سیاسي شخصیت جوړ کړی دی.
د ښاغلي دوستم د دفتر رییس عنایت الله بابر فرهمند له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل؛ نوموړی د یوه رهبر په توګه په افغانستان کې د ټولنیز عدالت او انډول پر بنسټ د ډیموکراټیکو موسسو د جوړېدو لپاره کار کوي.
خو د دوستم د ماضي په اړه ګڼ سوالونه هم شته.
د دوستم په مشرۍ ځواکونه په اویایمو کلونو کې چې افغانستان په یوه خونړۍ کورنۍ جګړه کې ښکېل شو؛ د پلازمېنې کابل په بېلابېلو سیمو کې چې د تنظیمونو ترمینځ وېشل شوې وې؛ شامل وو.
د راپورونو له مخې په دې جګړو کې یوازې په کابل کې څه باندې شپېته زره کسان ووژل شول؛ لسګونه زره نور ټپیان او ګڼ شمېر خلک له هېواده وتلو ته اړ شول.
"توماس روټیګ" چې د افغانستان د کارپوهانو د شبکې له مسوولانو څه دی؛ وايي، جنرال دوستم یوازینی افغان جنګسالار و چې مجاهد نه و او همدې مسالې دی له نورو هغو بېلاوه:
"فکر نه کوم چې دوستم به د افغانستان د نورو پخوانیو جنګسالارانو په څېر وي؛ ځکه دی یوازینی جنګسالار دی چې د مجاهدینو مشر نه و او دا له سیاسي پلوه دی له نور جلا کوي.
همداراز باید ووینو چې ده په نوییمه لسیزه کې د یو جنګسالار په توګه عمل وکړ او کله چې طالبان لا ځواکمن شول؛ د افغانستان شمال د ده تر ولکې لاندې و؛ خو ده هېڅکله له دولت څخه بېل نه شو.
اوس مهال ده د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه له کار سره موافقه کړې او دا ښيي چې دی نه غواړي؛ یوازې د هېواد پر یوه سیمه واکمن وي؛ بلکې غواړي د افغانستان د سیاست په صحنه کې خپل نفوذ ولري."
ښاغلی دوستم یو وخت د افغانستان د شمال د واکمنۍ پرسر له خپل اصلي جهادي سیال عطا محمد نور سره په جګړه کې ښکېل شو.
عطا محمد نور د ښځو د حقونو ملاتړ کوي او غواړي هغوی زده کړې او د ژوند په بېلابېلو برخو کې پرمختګ وکړي.حدید
د بشري حقونو د څار ټولنې چې مرکز یې په نیویارک کې دی؛ د ۲۰۰۲ کال په یو راپور کې لیکلي وو؛ جنرال دوستم او عطامحمد نور ته وفادارو وسله والو هغه مهال داسې یوه امنیتي خلا رامینځ ته کړې وه چې د دې ټولنې په وینا؛ د افغانستان په شمال کې پر نړیوالو مرستندویو موسسو او ملکيانو وسله والو حملو؛ جنسي تجاوزونو، د خلکو جبري استخدام، په خپل سر د خلکو بندي کولو او له هغو سره ناوړه چلند او شوکو ته امکان برابر کړی و.
په بلخ کې د مدني ټولنو فعال "تورعباس خان ستانکزی" وايي چې په بلخ کې د بشري حقونو وضعیت لاهم خراب دی او د تېر وخت په پرتله هېڅ بدلون نه دی په کې راغلی:
د څېرو بدلون، ښایسته دریشي او نکټايي
عطا محمد نور نن په رښتیا هم غیررسمي جهادي وسله وال کسان نه لري؛ خو د نفوذ قلمرو یې د پخوا پرتله خورا زیات پراخ شوی او د دې ترڅنګ هڅه کوي چې ځان د یوه سوله خوښي رهبر په توګه معرفي کړي.
ښاغلی نور په تېرو دیارلسو کلونو کې د بلخ د نسبتاً پرمختللي ولایت د والي په توګه له خپلو سیاسي سیالانو څخه څو ګامه مخکې شوی دی.
د بلخ د ولایتي شورا پخوانی رییس افضل حدید چې د ښاغلي نور له سیاسي پلویانو او نژدې همکارانو څخه دی؛ وايي چې د افغانستان د روانو مسایلو په اړه د نوموړي نظریات بدل شوي او دی اوس مهال د ټولنیز عدالت او یوې پرانیستې ټولنې پلوي دی.
افضل حدید وايي، یو لړ ځانګړنې عطا محمد نور له جنګسالارانو څخه بېلوي:
"دی اوس تر ټولو ښه او ښایسته دریشي او نکټایي اغوندي او د ښار بچی دی. عطا محمد نور د ښځو د حقونو ملاتړ کوي او غواړي هغوی زده کړې او د ژوند په بېلابېلو برخو کې پرمختګ وکړي.
ده او د کورنۍ غړو یې تحصیل کړی او دی د مدني ټولنو پلوي دی او یو پرمختللی افغانستان غواړي."
په نوي افغانستان کې چې اساسي قانون؛ اردو، پولیس او دولتي موسسات لري، که څه هم د دوستم او نور په څېر پخواني ځواکمن پر ځانګړو سیمو پوځي واک نه چلوي؛ خو دوی او پخوانيو جهادي قوماندانانو د والیانو، وکیلانو او سیاستوالو په توګه اوس په نوې بڼه خپل نفوذ لاهم ساتلی دی.
مصلحتونه او سازش:
پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپلې دندې په لومړۍ پنځه کلنه دوره کې هڅه وکړه؛ د دې پخوانیو جنګسالارانو نفوذ د امکان ترحده راکم کړي او د هغو اقداماتو په وسیله چې خلکو به مصلحتونه او سازش کاري بلل؛ دغو نامتو څېرو ته په حکومتي چوکاټ کې ځای ورکړي.
د مثال په توګه، محمد محقق چې اوس د اجراییه رییس دوهم مرستیال دی؛ د کرزي د جمهوري ریاست پرمهال د پلان او د هرات ځواکمن والي محمد اسماعیل خان د برېښنا او انرژۍ وزیران شول. همداراز د جنوب ځواکمن قوماندان ګل آغا شېرزی د ننګرهار والي غوره شو او د حضرت علي په څېر ځواکمن جهادي قوماندان ملي شورا ته لار ومونده.
د افغانستان د نیمګړې جګړې په نوم د کتاب لیکوال او په نوې ډېلي کې د دفاعي مطالعاتو او څېړنو د انسټیټیوټ کارپوه "ویشال چندرا" په دې نظر دی چې حامد کرزی د کابل له دروازو هاخوا د خپل قدرت د کړۍ د پراخولو لپاره له دې سیمه ییزو زورواکانو سره سازش ته مجبور و.
خو په کوپنهاګن کې د بشري حقونو د موسسې څېړونکی "ملک ستېز" وايي؛ د ظاهري بڼې د بدلون سره - سره د جنګسالارانو په ستراتیژیکو اهدافو کې د هغو کلونو پرتله چې کورنۍ جګړې به یې کولې؛ ډېر ستر توپیر نه دی راغلی.
ښاغلي ستېز له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل؛ جنګسالاري په افغانستان کې اوس په داسې یوه بنسټ بدله شوې ده چې په ټولنیزو؛ اقتصادي، کلتوري او پوځي برخو کې یې ریښې ځغلولي:
"د دې بنسټ د رهبرانو ذهنیتونه ښايي عصري شوي وي؛ خو زه د ستراتیژیکې کتنې له پلوه په دوی کې هېڅ راز بدلون نه وینم. د جنګسالارانو په پخواني او اوسني نسل کې ګډ هدف دا دی چې دوی غواړي په سیاسي سیسټم کې قوي حضور ولري او د دوی د قدرت دا حضور په څرګنده لیدل کېږي."
ستېز امریکا او نړیواله ټولنه پر دې پړه ګڼي چې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له پرځولو وروسته یې دا جنګسالاران بیا واکمن کړل:
"د امریکا په مشرۍ نړیوالې ټولنې د طالبانو سیاسي- مذهبي رژیم په یوه ډیموکرات نظام واړاوه؛ خو په افغانستان کې د ډیموکراسۍ د پلي کولو لپاره له کورنیو متحدانو په کار اخیستو کې تېروتل. یعنې نړیوالې ټولنې همدا جنګسالاران، د بشري حقونو سرغړوونکي او حتی جنګي جنایتکاران د خپلو متحدانو په توګه غوره کړل. دا کار ډېر غیرمنطقي و، ځکه تاسو نشئ کولای چې ډیموکراسي د بشري حقونو د سرغړوونکو په وسیله پلی کړئ."
ښاغلی ستېز وايي، جنګ سالاري د څو پړاوونو له تېرولو وروسته په افغانستان کې ورو - ورو په داسې یوه دوامداره پدیده اوښتې چې له جګړې او جبهې څخه پیل شوې او په تدریجي ډول یې اقتصادي بڼه خپله کړې ده؛ په سیاست کې یې ځای نیولی او ستراتیژیک اړخ یې موندلی دی.
خو هندی څېړونکی ویشال چندرا استدلال کوي چې د بن کنفرانس د افغانستان د یووالي او د ځواکمنو قوماندانانو د بې وسلې کولو لپاره یو ښه فرصت و:
"د بن کنفرانس د قوماندانانو د ملکي کولو په برخه کې یو مهم رول ولوباوه او په زړه پورې دا چې که هغو اصطلاحاتو ته چې د دوی لپاره کارول کېدل؛ پام وکړئ، نو له یوه وخته تر بله وخته بدلېدل.
کله چې دوی د پخواني شوروي اتحاد پرضد جګړه کوله؛ نو مجاهدین او سپېڅلي جنګیالي بلل کېدل؛ کله چې یې په خپلو کې جګړه پیل کړه جنګ سالاران او وروسته چې ملګري ملتونه او لویدیځوال له دوی سره ګډ کار ته اړ شول؛ سیمه ییز ځواکمن وبلل شول.
دوی تل د صحنې شاته حاضر وو او تل د یوه فکتور په توګه مطرح وو او دا د تقریباً دوو لسیزو د جګړو نتیجه وه."
"شیث جونز" په افغانستان کې د امریکا د جګړې په اړه په خپل کتاب کې چې "د امپراتوریو هدیره" نومېږي؛ لیکي چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د پوځي حضور په پیل کې په دې اړه لانجه چې آیا د نړیوالو ځواکونو عملیات د پلازمېنې له دروازو هاخوا ته وغځول شي؛ کنه د دې باعث شوه چې سیمه ییز قوماندانان یا جنګسالاران دا تشه ډکه کړي او له ځینو سره یې د امریکا پوځ هم مرسته کوله.
د حیرتان بندر له عوایدو څخه په سلو کې ۵۰ عطا محمد نور، ۳۷ جنرال دوستم او ۱۲ د شیعه تنظیمونو مشرانو ته رسېدې؛ خو په سلو کې یوازې یو، د تنخواه ګانو پر مصارفو لګول کېدې.احمد رشید
د جنګسالارانو د اقتصادي قدرت په اړه نامتو پاکستانی ژورنالیست او لیکوال احمدرشید په خپل کتاب کې چې نوم یې "په ګډوډۍ کې سقوط" دی؛ لیکي، د جنګسالارانو د ملاتړ په برخه کې د واشنګټن پالیسیو په افغانستان کې د دولتي بنسټونو د جوړولو لپاره د هڅو پر وړاندې خنډ رامینځ ته کاوه.
نوموړی زیاتوي، هغه مهال د افغانستان د ګمرکونو عواید په کال کې پنځه سوه میلیونه ډالر اټکل کېدل چې د هېواد له ټولې بودجې څخه هم زیات وو؛ خو په ۲۰۰۲ میلادي کال کې حکومت یوازې اتیا میلیونه ډالر راټول کړي وو.
احمدرشید وړاندې لیکي چې هغه مهال د کرزي د حکومت د مالیې وزیر اوسني ولسمشر اشرف غني اټکل کړی و چې محمد اسماعیل خان له ایران او ترکمنستان څخه د موټرو د واردولو له درکه د ورځې یوسل او شپېته زره ډالر عواید ترلاسه کوي.
ګل آغا شېرزي چې د کندهار والي و؛ له کوټې څخه کندهار ته او د کابل- هرات ترمینځ د باروړونکو لاریو د تګ راتګ چارې اداره کولې.
د حیرتان بندر له عوایدو څخه په سلو کې ۵۰ عطا محمد نور، ۳۷ جنرال دوستم او ۱۲ د شیعه تنظیمونو مشرانو ته رسېدې؛ خو په سلو کې یوازې یو، د تنخواه ګانو پر مصارفو لګول کېدې.
پر طیعي زېرمو د جنګسالارانو ولکه:
احمدرشید لیکي، جنګسالارانو همداراز د افغانستان پر طبیعي زېرمو او له هغې ډلې په بغلان او تخار کې د سکرو د ډبرو او مالګې پر کانونو؛ د سمنټو او پختې پر فابریکو او د شبرغان د تېلو او ضمنا د زمردو پر کانونو ولکه ټینګه کړې وه.
ویشال چندرا په یو څېړنیزه رساله کې لیکي چې د څو کلونو جګړو په نتیجه کې په افغانستان کې د مخدرو موادو د قاچاق یوه پراخه شبکه جوړه شوه چې له کروندګرو نیولې تر سیمه ییزو قوماندانانو جنګسالارانو، حکومتي چارواکو، عمدتاً د هیرویینو تولیدوونکو او د مخدرو موادو قاچاقبرانو لاس په کې درلود.
په ۲۰۰۵ کال کې د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې د امریکا د حکومتي سرچینو په حواله راغلي وو چې په ۲۰۰۴ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت ساحه پنځه سوه او لس زره هکتارو ته لوړه شوې ده؛ په داسې حال کې چې له دې یوکال مخکې په ۲۰۰۳ کال کې دا اندازه یونیم لک هکتاره وه.
یوه امریکايي مقام هغه مهال ویلي وو چې په ۲۰۰۴ کال کې په دې اندازه ساحه کې د کرل شویو کوکنارو له درکه تر اوه میلیارد ډالرو پورې عواید لاس ته راتلای شي.
احمد رشید، په ګډوډۍ کې سقوط نومي کتاب کې یادونه کوي چې د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې "سي آی اې" غوښتل چې باید د امریکا له ټولو مرستندویو پروګرامونو څخه د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن د نیولو په مقصد کار واخیستل شي او د افغانستان د بیارغونې پرځای دې د جنګسالارانو پر پیاوړي کولو لګښت وشي.
نړیوالې ټولنې او په سر کې د امریکا متحدوایالاتو د طالبانو د رژیم له نسکورولو وروسته د حامدکرزي په مشرۍ حکومت سره مرسته وکړه چې په بېلابېلو برخو، لکه په معارف، لوړو زده کړو، روغتیا او تجارت کې ښېګڼه راولي.
د امریکا د حکومت له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې نژدې اته میلیونه زده کوونکي چې څه باندې درېیمه برخه یې نجونې دي؛ اوس ښوونځیو ته ځي؛ روغتیايي امکاناتو ته د خلکو لاسرسی په سلو کې له نهو څخه شپېتو ته لوړ شوی دی او افغانستان د بیان او رسنیو د آزادۍ له پلوه په سیمه کې ساری نه لري.
همداراز د ورکړل شویو ارقامو له مخې متحدوایالاتو د افغانستان د ملي اردو او ملي پولیسو پر جوړولو ۶۵ میلیارده ډالر لګولي دي؛ خو څارونکي په دې باور دي چې د سیمه ییزو زورواکو ځواکمنېدو او دولت جوړونې ته نه پاملرنې په افغانستان کې د قانون د حاکمیت پر وړاندې ستونزې رامینځ ته کړي او د ټولنې او دولت ترمینځ د قدرت انډول یې وران کړی؛ خو په افغانستان کې د دولت او ټولنې ترمینځ توازن ډېر مخکې له مینځه تللی دی.
د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د واشنګټڼ د ملي دفاعي پوهنتون استاد علي احمد جلالي وايي چې د افغانستان ټولنیز توازن او نظم د ثور له کودتا وروسته وران شو.
ښاغلي جلالي له آزادۍ راډیو سره په ټلیفوني خبرو کې په دې اړه خبرې وکړې چې د ثور له کودتا مخکې د دولت او ټولنې ترمینځ انډول کوم ځواک ساته:
"په پیل کې په افغانستان کې د قدرت دوه مرکزونه وو چې یو یې حکومت او د اړیکو شبکه وه چې درلوده یې او بل د قدرت دودیز جوړښتونه وو؛ محلي مخور، د قبایلو مشران، د قومونو مشران وو، علما وو، متنفذین او ملایان سیدان او پیران وو. دوی ټولو اتوریتې درلوده، یعنې هم یې شخصي نفوذ درلود او هم ټولنیز.
د جګړې له دورې وروسته د قدرت درېیم مرکز چې پیدا شو؛ دې یو بل بُعد زیات کړ چې باعث د دې شو چې د سولې او ثبات راتګ له خنډونو سره مخامخ شي."
ښاغلی جلالي زیاتوي چې د پخواني شوروي پر وړاندې د جهاد په کلونو کې یوشمېر کسان سیاسي او ملي مشران شول؛ خو د شوروي له پرځېدو وروسته ځینو مشرانو د حکومت له دایرې بهر د خپلو تنظیمي ګټو په خاطر په جګړو کې برخه واخیسته او ځکه خو د جنګسالارانو په نوم یاد شول.
د جنګسالار اصطلاح عموماً د هغو کسانو لپاره کارول کېږي چې د حکومت د واکمنۍ له حوزې بهر عمل وکړي او د خپل سیاسي او پوځي نفوذ لپاره یو قلمرو ولري.
د جلالي په وینا، د قدرت دا درېیم مرکز د قانون د تطبیق د بنسټونو او د ملي ګوندونو د رامینځ ته کېدو له لارې د قانون تابع او تر ادارې لاندې راتلای شوای؛ خو دا هغه کار دی چې د جلالي په وینا د افغانستان حکومت هغه مهال ونشو کړای:
"د دې لپاره چې دا قوتونه تر کنټرول لاندې راوستل شي؛ دوه لارې ډېرو هېوادونو په مخکې نیولي. یوه دا چې دولتي بنسټونه، موسسې لکه پولیس، قضا او د قانون د حاکمیت بنسټونه قوي شي او که څوک غواړي چې شتمن شي یا سیاسي نفوذ پیدا کړي؛ د قانون له لارې دې یې پیدا کړي اما بله لاره یې دا ده چې له جنګه وروسته ملي احزاب رامینځ ته شي- داسې ملي احزاب چې د سمتي، قومي او ژبنیو اثراتو خلاص او ملي احزاب وي. دوی هم کولای شي، د هغو کسانو نفوذ تر کنټرول لاندې راولي چې یا قانوني یې کړي چې د جنګ په دوران کې یې نفوذ پیدا کړی دی."
د افغانستان د نیمګړې جګړې کتاب لیکوال ویشال چندرا هم په دې نظر دی چې کورنۍ جګړې؛ په افغانستان کې د تنظیمي سیاستونو بنسټ کېښود او د ټولنې پخواني جوړښتونه چې د دولت او ټولنې ترمینځ اړیکي یې تعریفول له مینځه یوړل.
وینو چې د دوستم، عطا او اسماعیل خان او ځینو نورو کسانو په دولت کې څوکۍ ومنلې البته چې دا کار تل د یوې سیاسي معاملې له مخې کېږي. که دوی وویني چې له دې لارې یې ګټې ساتل کېږي؛ نو د دولت ملاتړ ته دوام ورکوي...توماس روټیګ
چندرا وايي، ترڅو چې په افغانستان کې ډیموکراسي او ملي بنسټونه پیاوړي نشي د سیمه ییزو قوماندانانو د ځواک مخنیوی نه شي کېدای:
"د نړیوالو د ملاتړ دوام ډېر مهم دی ځکه افغانستان ته په مرستو او پاملرنه کې کمی به یقیناً د کابل اداره تر فشار لاندې راولي؛ څو د ولایاتو په کچه د قدرت د غیررسمي او د اساسي قانون له چوکاټه د وتلو جوړښتونو مساله حل کړي."
توماس روتیګ هم له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو دوام مهم بولي او وايي، سره له دې چې پخواني جنګسالاران په تېرو ۱۳ کلونو کې بدل شوي؛ خو اوس هم ماضي ته د دوی د ستنېدو امکان شته ځکه د نوموړي په وینا؛ دوی له شتمنۍ، نفوذ او وسله والو څخه په کار اخیستو سره تر یوې اندازې خودمختاري ترلاسه کړې ده:
"وینو چې د دوستم، عطا او اسماعیل خان او ځینو نورو کسانو په دولت کې څوکۍ ومنلې البته چې دا کار تل د یوې سیاسي معاملې له مخې کېږي. که دوی وویني چې له دې لارې یې ګټې ساتل کېږي؛ نو د دولت ملاتړ ته دوام ورکوي، خو که وویني چې دولت کمزوری یا د کمزورتیا په حال کې دی، نو ښايي په نورو لارو پسې ګرځي."
پخواني جنګسالاران به ښايي بدل شوي وي یا به نه وي، خو د دوی به اړه د عامو خلکو په نظر کې ژور بدلون راغلی دی.
زیات شمېر عام افغانان چې د ۱۳۵۷ کال د کمونیستي کودتا له پیله تر تنظیمي جګړو او وروسته په اتیایمه هجري لیسزه کې د طالبانو له افراطي حاکمیت څخه زیانمن شوي دي؛ وايي چې دوی نه غواړي د افغانستان ماضي د دوی د ماشومانو د راتلونکې برخلیک وټاکي.