د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

"د اسلامي دولت ډله غواړي خپله واکمنۍ نورو هېوادونو ته وغځوي"


نړېوالو رسنیو په یوشمېر هېوادونو کې د اسلامي دولت د فعالیتونو د پراخېدو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼه، د اسلامي دولت د ډلې په اړه په یوه مطلب کې د امریکایي استخباراتي چارواکو په وینا لیکي چې دا ډله غواړي چې په سوریه او عراق کې له خپلې اډې وړاندې په افغانستان؛ الجزایر، مصر او لیبیا کې په ځان پورې تړلې واکمنۍ رامنځ ته کړي. د ورځپاڼې په وینا، دغه ادعا د تروریزم پر وړاندې د یوې بلې نړیوالې جګړې احتمال زیاتوي.

نیویارک ټایمز لیکي، استخباراتي چارواکي په سوریه او عراق کې د دې ډلې د وسله والوغړیو شمېر له شل زرونه تر یودیرش نیم زرو پورې اټکل کوي. د تررویزم ضد هڅو یوه چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې په غیر رسمي ډول د سیمې په یوشمېر هیوادونو لکه اردن، لبنان، سعودي عربستان، تونس او یمن کې هم لږترلږه په سلګونو سخت دریځو د دغې ډلې ملاتړ کړی دی.

د ورځپاڼې په وینا، د پوځي استخباراتو د ادارې مشر "جنرال وینسینت سټیورټ" تیره میاشت په یوه ارزونه کې ویلي و چې د اسلامي دولت ډلې چې په داعش هم یادیږي؛ هڅې پیل کړي چې په نړیوال ډګرکې خپل حضورپراخ کړي.

د تروریزم پر وړاندې د مبارزې د ملي مرکز مشر نیکولاس راسموسن هم تیره اونۍ کانګرس ته په یوه استماعیه غونډه کې د سټیورټ دغه ارزونه تایید کړه.

خو د نیویارک ټایمز په وینا، دا نه ده څرګنده چې دغه سخت دریځي به څومره موثر وي او دوی به ترڅه حده د اسلامي دولت له ډلې سره د یوځای کېدو په نوم د ځان لپاره نوی غړي جذبوي.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکي، په ناڅاپي توګه د اسلامي دولت د ډلې پراختیایي هڅواو له دې ډلې سره د سخت دریځو وفاداري ته په پام سره سپينه ماڼۍ دې ته اړشوه چې ولسمشر اوباما او د هغه ځای ناستي ته له کانګرسه د دغې ډلې پر وړاندې په هرځای کې چې وي د ځپلولپاره د نویو صلاحیتونو غوښتنه وکړي.
هغه ډول صلاحیتونه چې هغه او مخکیني ولسمشر جورج بوش په القاعده پورې د تړلو ډلو د ځپلو لپاره لرل. دوی په تیره یوه لسیزه کې د القاعده ځپنه لومړی له افغانستانه پیل کړه او وروسته یې پاکستان ته وغځوله.

نیویارک ټایمز لیکي، تراوسه شواهد نه شته چې د اسلامي دولت ډلې دې په افغانستان کې پرځینو سیمو کنټرول ټینګ کړی وي؛ خو دې ډلې په دې اړه د لېوالتیا نښې څرګندې کړي او افغانستان او پاکستان ته یې خپل استازي استولي چې خلک ځان ته جذب کړي.

کلیولاند :

امریکایي "کلیولاند" انټرنتي خپرونه د اوباما د جګړې ضد شهرت به د اسلامي دولت د ډلې پرضد د پوځي ځواکونو په غوښتنې او له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو د بهیرپه ورو کولو سره وازمول شي؛ په یوه مطلب کې لیکي، په پوځي برخه کې روانه اونۍ دو اقداماتو د ولسمشر په توګه د بارک اوباما هغه شهرت له ګواښ سره مخامخ کړی چې وایي؛ هغه له هیواده بهر جګړو کې د امریکایي ځواکونو ونډه کموي.

خپرونه وړاندې لیکي، د اسلامي دولت د ډلې پر وړاندې له قوې څخه د استفادې لپاره د صلاحیت غوښتل او هم له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو د بهیر ورو کول؛ له امریکا بهر د دې هیواد د پوځي حضور د زیاتوالي نښه څرګندوي.

XS
SM
MD
LG