د اوکرایین یوه پوځي ویاند ویلي چې ځیني حکومتي ځواکونه د دونیڅک هوایي ډګرله ترمینله وتلي دي. دوی له څو میاشتو راهیسي دغه سیمه له روسي پلوه بیلتون غوښتونکو څخه وساتله.
د اوکرایین د دفاع وزارت وایي چې د دونیڅک هوایي ډګرځیني برخې لااوس هم د حکومتي ځواکونو په کنټرول کې دي او جګړه په کې روانه ده.
دا څرګندونې داسې مهال شوي چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وایي، د اوکراین د کړکېچ په اړه په برلین کې په خبرو کې موافقه وشوه چې د اوکراین له ختیځه به درنې وسلې په شا کېږي.
په برلین کې د اوکرایین، روسیې، فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو له خوا د اوکرایین په ختیځ کې د کړکېچ ختمولو په اړه د موافقې خبره داسې مهال کېږي چې د اوکرایین د دفاع وزارت وایي یو شمېرحکومتي ځواکونه د دونیڅک له هوایې ډګره وتلي دي.
د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې۲۰ تنه حکومتي سرتیري پرون ناوخته د دونیڅک د هوایي ډګرله ترمینله له دې کبله ووتل چې سنګرونه یې ویجاړشوي او په جګړه کې د مخامخ مرمیو خطر ورته پیښ وو.
په دغې اعلامیې کې ویل شوي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هوایي ډګرکې لږترلږه شپږحکومتي سرتیري ووژل شوه او شپاړس نور په همدې ترمینل کې یا ټپیان شوه یا د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو له خوا ونیول شوه.
وړاندې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو چې له خپل روسي، اوکرایینې او فرانسوي سیالانو سره په خبرو کې دې موافقې ته ورسیدل چې روسي پلوه ځواکونه او د کېف حکومتي قواوې باید خپلې درنې وسلې له هغې کرښې چې تیر کال په منسک کې د اوربند د موفقې پرمهال کښل شوې وه، پنځلس کېلومتره لیرې کړي.شټاین مایر وویل:
″تیره اونۍ موږنه و توانیدلي چې یوه موافقه ترلاسه کړو.
نن بالاخره یوه موافقه ترلاسه شوه چې له مخې به یې له هغې کرښې سر له ننه درنې وسلې په شا کېږي چې د مینسک د موافقې پراساس تعین شوې.
موږ د دغې کرښې او د پروسې د پرمخ بیولو په اړه موافقه وکړه.″
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وویل، دغه موافقه په پرمختګ دلالت کوي، خوهغه د اوکراین په ختیځ کې سوله په بشپړه توګه نه ټینګوي.
شټاین مایر زیاته کړه چې تمه ده د تماس ډله به چې د اوکرایین، روسیې او د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان له استازو جوړه ده، په راتلونکو ورځوکې د اکرایین له ختیځه د درنو وسلو د ایستلو د تقسیم اوقات پرجزییاتو کار وکړي.
تراوسه لا روښانه نه ده چې په دې ناستوکې به په لوهانسک او دونیڅک کې د یاغیانو استازي هم ګډون وکړي که څنګه.
دغو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د اوکرایین په ختیځ کې د جګړو د زیاتیدو په اړه اندیښنه وښوده چې له کبله یي د ملکي وګړوپه ګډون ډیری کسان وژل شوي دي.
د برلین خبرې داسې مهال شوي چې راپورونه وایي، روسي پلوه بیلتون پالو د اوکرایین په ختیځ کې نورې وسلې او ځواکونه ځای پرځای کړي دي.
په همدې حال کې د رسنیو په نویو راپورونو کې راغلي چې نن په دونیڅک کې د عامه موټرو په یوه تم ځای کې د یوې چاودنې له کبله لږ تر لږه ۱۳ کسان ووژل شوه.
د دې چاودنې دلیل سمدستي روښانه نه دی، خو ځیني راپورونه وایي، د هاوان یا راکټ مرمۍ پر یوه برقي بس لګیدلې ده.