که څه هم داسې راپورونه موجود دي چې د کابینې د پاته غړو په ټاکل کېدو کې پر ولسمشر او اجرایي رییس فشارونه موجود دي؛ خو چارواکي د دې اوازو په رد سره وايي چې یوازې مسلکیتوب او معیار ته پام کیږي.
د اجرایي ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د کابینې د پاته غړو پر ټاکل کیدو کار روان دی او ولسمشر به یې د معیارونو او تجربو په پام کې نیولو سره ولسي جرګې ته معرفي کړي.
ښاغلي فیصل وویل چې د کابینې په ټاکلو کې ټولې ډلې د سپارښتنو حق لري؛ خو د تصمیم نیولو حق یوازې ولسمشر لري.
"هر کله چې د پارلمان غړي را ستانه شي؛ پاته اولس کاندید وزیران پارلمان ته معرفي کیږي؛ د خلکو ستونزو او پیشنهادونو ته رسیده ګي د حکومت له وظایفو څخه دي؛ هغه معیارونه چې د کابینې په لومړۍ جوپه کې په نظر کې نیول شوي وو؛ د هماغو معیارونو په اساس مخ ته ځو؛ هر څوک چې حکومت ته راځي او د کابینې غړیتوب ترلاسه کوي؛ هغه کسان به وي چې هغوی کافي تجربه ولري او له کافي علم او پوهې څخه برخمن وي."
حکومت په داسې حال کې د کابینې د پاته غړو د معرفي کېدو خبره کوي چې په دې وروستیو کې د اوبو او بریښنا پخواني وزیر او جهادي قومندان محمد اسماعیل خان د کابینې پر غړو سخت انتقادونه وکړل.
ښاغلي اسماعیل خان وویل چې په کابینه کې د مجاهدینو ونډه کمه ده او له دې امله به په هېواد کې امنیت را نه شي.
حکومت د کابینې پنځه ویشت غړي شااوخوا درې اونۍ مخکې ولسي جرګې ته معرفي کړل؛ خو یوازې اتو تنو د باور رایه واخیسته او پاته نور د بیلابیلو دلایلو له امله رد او یا یې هم د باور رایه وا نه خسته.
په همدې حال کې د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وایي؛ د کابینې ځنډ د دې لامل شوی چې ځینو کړیو ته په دې برخه کې د لاسوهنې زمینه برابره شي.
د سیاسي چارو کتوونکي کمال سادات ازادي راډيو ته وویل؛ که کابینه ژر معرفي نه شي، نو د فشارونو له امله به داسې کسان کابینې ته لاره پیدا کړي چې پخوا ازمویل شوي دي:
"موږ د ملي وحدت له حکومته غواړو چې خپله کابینه هر څومره ژر چې امکان لري معرفي کړي؛ تر څو هغه جنګسالاران او هغه کسان چې وړاندې یې په خلکو باندې غیر قانوني حکومت کړی دی؛ د هغوی مخه مو نیولې وي. که حکومت ژر ترژره کابینه اعلان نه کړي؛ خدای مه کړه هغه کسان به بیا کابینې ته معرفي شي چې خلک یې نه غواړي."
څيړونکي د کابینې د اعلان یو ضرورت دا بولي چې دا مهال ۱۷ وزارتونه د سرپرستانو له خوا رهبري کیږي او د دوی په وینا سرپرستان خپلې دندې په مسولیت سره نه ترسره کوي او د خلکو ستونزو ته پام نه کوي.
دوی سپارښتنه کوي چې حکومت باید د پاته کاندید وزیرانو په معرفي کېدو کې دقت وکړي؛ څو دوه ګونی تابعیت ونه لري او د ولسي جرګې له خوا د باور رایه واخلي.
راپور: اسدالله لودین