د افغان حکومت اجرايي ریاست وايي، په حکومت او کابینه کې د ګډون معیارونه یوازې مسلکیتوب، پوهه، وړتیا او کاري تجربه مهم ګڼل کیږي.
د اجرايي ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل دغه څرګندونې د پخواني جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان د هغه خبرداري په غبرګون کې وکړې چې ویلي و که په حکومت کې د مجاهدینو ونډه زیاته نه شي، نو په افغانستان کې به امنیت رانه شي.
د سیاسي چارو یو شمېرافغان کارپوهان وايي، محمد اسماعیل خان په دې ډول څرګندونو سره غواړي د ملي وحدت حکومت په چارواکو فشار راوړي او واک کې ځان شریک کړي.
دا لومړی ځل نه ده چې پخوانی جهادي قوماندان محمداسماعیل خان د حکومت او د کابینې په جوړښت باندې انتقادونه کوي بلکې له دې وړاندې یې هم دې ته ورته څرګندونې کړې وې.
اسماعیل خان حکومت ته خبرداری ورکړی که د مجاهدین ونډه په واک او کابینه کې له پامه وغورځول شي په افغانستان کې امنیت نه شي راتلای.
که څه هم جمهوري ریاست په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه، خو د اجرایي ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وویل:
″په قدرت کې د داخلېدلو لپاره یواځنی معیار د خلکو پوهه د خلکو کاري تجربه د هغوی علم او په اړوندو برخو کې مدیریت دی.″
پخواني جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان د یکشنبې په ورځ هرات کې یوې غونډې ته په وینا کې په حکومت کې د پخوانیو مجاهدینو د ونډې پر کمېدو په کلکه انتقاد وکړ او له حکومته یې وغوښتل چې په کابینه کې صادقو او وطن پالو کسانو ته وزارتونه ورکړي.
نوموړي د اوسنۍ کابینې په جوړښت هم انتقاد وکړ او وې ویل، چې ټول یې دوه ګوني تابعیت لرونکي او ځینې یې کمونستان دي.
بل خوا د سیاسي چارو یو شمېرافغان کارپوهان د اسماعیل خان وروستۍ څرګندونې په واک کې د پاتې کېدو لپاره د ملي وحدت حکومت مشرانو باندې د فشار راوستلو یوه هڅه بولي.
د چارو کارپوهه محمد یونس فکورازادۍ راډيو ته وویل، ولس به د اسماعیل خان د څرګندونو او هڅو د عملي کېدو لپاره د هغه ملاتړ ونه کړي:
″زما په فکر د د څرګندونو معنی دا ده چې خپلې خبرې او شعار مطبوعاتي کړي او د نوي حکومت په مشرانو باندې فشار راوړي، اوس د دې فشارونو وخت تیر شوی اسماعیل خان باید خپله ماته ومني او په نویو شرایطو سره د هېواد د جوړېدو لپاره د حکومت ملاتړ وکړي هیڅوک به هم د هغه د څرګندونو ملاتړ ونه کړي.″
اسماعیل خان چې په هرات کې د جمعیت پخوانی قوماندان او د حامدکرزي په حکومت کې د اوبو او برېښنا د انرژۍ وزیر و، په داسې حال کې د افغانستان د نظام په جوړښت کې د مجاهدینو د ونډې د کمېدو خبره کوي چې بشپړه کابینه تراوسه اعلان شوې نه ده او یوازې اته وزیرانو او د ملي امنیت عمومي رییس له ولسي جرګې څخه د اعتماد رایه اخیستې.
دا په داسې حال کې د چې د حامد کرزي په حکومت کې ترډېره پخواني جهادي مشران په واک کې شامل وو، خو د ملي وحدت حکومت چارواکي وايي چې ټول هغه افغانان چې وړتیا ولري او افغانستان ته د خدمت کولو جوګه وي، کولای شي د ټاکلیو معیارونو په اساس په کابینه او نورو حکومتي پوستونو کې کاراوخدمت وکړي.
راپور: رحمت الله افغان