د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۷

"د شفافو انتخاباتو لپاره باید د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون جوړ شي"


د افغانستان د انتخاباتو د څار ادارې د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون په جوړیدو ټينګار کوي.

د انتخاباتو د څار یو شمیر بنسټونه وایي چې په انتخاباتي کمیسیونونو کې له اصلاحاتو پرته د ولسي جرګې د انتخاباتو ترسره کول به یوه لویه تیروتنه وې.

د دې بنسټونو چارواکو د یکشبنې په ورځ وویل؛ د شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو یواځنۍ حل لاره دا ده چې د ملي وحدت حکومت باید د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون جوړ کړي.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ مشر محمد نعیم ایوب زاده په دې خبرې کنفرانس کې وویل چې په دې شرایطو کې به د انتخاباتو ترسره کېدل د خلکو په حق کې لویه جفا وي:

"د انتخاباتو په بیلابیلو برخو کې له اصلاحاتو پرته د انتخاباتو ترسره کول به یوه لویه تیروتنه وي؛ د اصلاحاتو نیټه باید مشخصه شي او همدارنګه د ولسي جرګې د انتخاباتو نیټه هم باید معلومه شي."

نوموړي وویل، د افغان ولسمشر او اجراییوي رییس د پخوانیو ژمنو په اساس باید د انتخاباتو په نظام او په انتخاباتي کمیسیونونو کې بنسټیز اصلاحات رامنځ ته شي.

په همدې حال کې جمهوري ریاست وايي چې ولسمشر د انتخاباتو په سیسټم کې اصلاحاتو ته ژمن دی او دویم مرستیال اوس په دې اړه د خلکو نظرونه پوښتي.

د ولسمشر ویاند اجمل عابدي ازادي راډيو ته په راستول شوي پيغام کې لیکلي؛ چې

ولسمشر په انتخاباتي سیسټم کې اصلاحاتو ته ژمن دی او د کمیسیونونو پر وړاندې دوه ګونی چلند نه دی موجود.

عابدي ویلي، اوس ولسمشر دویم مرستیال ته دنده سپارلې؛ څو د خلکو نظر د انتخاباتو د اصلاح په اړه وپوښتي او حکومت به د خلکو د نظریاتو پر بنا او د یوې اجماع په رامنځ ته کولو سره په انتخاباتو کې اصلاحات راولي.

په عین حال کې ټیفا یا د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ او د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا له خوا یوه پریکړه لیک هم خپور شو.

د پریکړه لیک یوه برخه د تیفا د رهبري شورا د غړي عبداللطیف شفیق له خوا ولوستل شو:

"د ملي وحدت حکومت باید جدي تصمیم ونیسي ترڅو د ټاکنیزو اصلاحاتو بهیر بې له ځنډه پیل شي؛ انتخاباتو تخنیکي بهیر باید سیاسي او دولتي نه شي او اوسني مسوولین نه باید د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون په جوړښت کې ونډه ولري."

په انتخاباتي کمیسیونونو کې د اصلاحاتو خبره په داسې حال کې کیږي چې تردې مخکې د انتخاباتي کمیسوینونو چارواکي په پراخو درغلیو تورن شوي او په وار وار د دغو کمیسیونونو د غړیو د محکمې او برطرفه کېدو غوښتنه شوې ده.

په همدې حال کې اروپايي ټولنې هم ګواښ کړی چې په انتخاباتي نظام کې له اصلاحاتو پرته به له افغان حکومت سره د انتخاباتو په برخه کې یو ډالر هم مرسته ونه کړي.

یو شمیر افغان څيړونکي وايي، د افغانستان په انتخاباتي کمېسیونونو کې د پراخو اصلاحاتو سره به یوځل بیا په انتخاباتي نظام باندې د خلکو بایللی اعتماد زیات شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG