افغان چارواکي وايي، په پاکستان کې د افغان کډوالو ځورونه زياته شوې ده.
د دوى په خبره پر کډوالو که قانوني اسناد ولري؛ يا هم نه - دغه فشارونه د پېښور پر يوه پوځي ښوونځي د تېرې مياشتې له حملې وروسته زيات شوي دي.
په اسلام اباد کې د افغان سفارت چارواکي وايي؛ په وروستيو کې پر افغان کډوالو د پاکستان د امنيتي مامورانو له خوا فشارونه زيات شوي دي.
د افغانستان په سفارت کې د کډوالو چارو ریيس مصري خان مومند ازادۍ راډيو ته وويل چې د پېښور پر يوه پوځي ښوونځي له تېرې حملې وروسته افغان کډوال؛ هغه که اسناد ورسره وي، يا بې اسناده وي، ځورول کیږي، نيول کیږي، حتى افغانستان ته اړول کیږي.
ښاغلي مومند د دې ستونزې د حل لپاره پاکستان ته د افغان حکومت د يوه عالي رتبه هيات د سفر غوښتنه وکړه.
وسلوالو کسانو د ډسمبر مياشتې په نيمايي کې د پېښور پر يوه پوځي ښوونځي ډله ييزه حمله وکړه چې په نتيجه کې يې شا و خوا يونيم سل تنه ووژل شول.
په پاکستان کې مېشت افغان کډوال شکايت کوي، چې تر دغه بريد وروسته له قانوني اسنادو سره- سره د پاکستان د امنيتي ځواکونو له خوا ځورول کیږي او حتى په زندانونو کې اچول کیږي
د مهاجرت نړيوال سازمان يا IOM وايي؛ په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر درې میليونو ته رسیږي.
د افغان حکومت په حواله په پاکستان کې د راجسټر شويو افغان کډوالو شمېر څه باندې يونيم میليونه دى چې د روان ٢٠١٥م کال تر پايه هلته د پاتې کېدو حق لري.
د دې تر څنګ شا و خوا يو میليون غير راجسټر شوي افغانان هم په پاکستان کې ژوند کوي؛ چې راپورونه وايي تر ډېره دوى ځورول کیږي او له پولې اړول کېږي.
د کډوالو نړيوال سازمان يا IOM د يوې اعلاميې پر اساس تېره ميلادي مياشت شا و خوا ٢٤زره افغانان د تورخم له لارې افغانستان ته اوښتي دي.
اعلاميه وايي په دې شمېر کې ٩٤ فيصده افغانان په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي؛ خو ٦ فيصده نور په زوره تر پولې اړول شوي دي.
IOM وايي، له افغان حکومت او نورو بشري مرستندويانو سره يوځاى افغانستان ته د کډوالو د اړولو پروسه له نژدې څاري او له ٢٠٠٨م کال راهيسې هر کال د افغانستان په درېيو سرحدي سيمو کې شا و خوا ٣٥ زره زيان منونکو افغانانو ته چې له پاکستان او ايرانه راستنېږي، مرستې برابروي.