د امریکا دفاع وزارت ته نومول شوی اشتن کارترپه واشنګټن کې سنا ته وویل چې دی له افغانستانه د بهرنیوځواکونو د وتلو په برخه کې د ولسمشراوباما د پلان تایید کوي، خو که چیرته اړتیا وه دی به پردې پلان بیا هم غور وکړي.
اشټن کارتر بارک اوباما دفاع وزارت ته نومولی دی. ده تیره ورځ په واشنګټن کې سناتورانوته د خپل کار د تشریح کولو پر مهال وویل، ولسمشر یو پلان لري، زه د دې پلان ملاتړکوم خو دا باید ووایم چې دا یو پلان دی.
اشتن کارتر بیا زیاته کړه، که چیرته زه کانګرس د دفاع وزیر په توګه تایید کړم او بیا د وخت په تیریدو دې ته اړتیا پیدا شوه چې دا پلان بدل کړو، نو هاغه وخت به زه د دغه تغیر وړاندیز ولسمشرته وکړم.
ټاکل شوې ده چې د ۲۰۱۶ کال تر اخره ټول امریکایي پوځیان له افغانستانه ووځي. خو اشتن کارتر وویل، که چیرته په افغانستان کېامنیتي وضعیت په خرابیدو و بیا به پر دې پلان بیرته غور وکړو.
نژدې لس زره شپږ سوه امریکایي پوځیان په افغانستان کې دي.
د امریکا دفاع وزارت ته نومول شوي وزیرسنا ته د خبرو پر مهال دا خبره هم وکړه چې د اسلامي دولت ډله ښایي هڅه وکړي چې په افغانستان کې نفوذ پیدا کړي او په دې اړه به امریکا له خپلو متحدانو سره ګډ کار وکړي، څو د دې ډلې د پراختیا مخه په افغانستان کې ونیول شي.
اشتن کارترپه عراق او سوریه کې د اسلامي دولت د ډلې د هلو ځلو د مخنیوي او د اکراین د کړکیچ د پای ته رسیدو په اړه هم خپل پلان سناتورانو ته تشریح کړ.
که چیرته شپیته کلن کارترکانګرس د دفاع وزیر په توګه تایید کړي، دا به د ولسمشر اوباما د ولسمشرۍ پر مهال د دفاع څلورم وزیر وي.اشتن کارتر د امریکا د دفاع وزارت مرستیال پاتې شوی او
ده په پوهنتون کې فزیک او د منځنیو پیړیو تاریخ لوستی او بیا یې په نظري فزیک کې په اکسفورډ پوهنتون کې ډاکټري اخیستې ده.