د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۲۶

په پکتيکا کې د ۱۳۹۲ کال سېلاب ځپلو ته اوس مرستې ورسېدې


د پکتيکا ولايت چارواکي وايي، چې په يو شمېر سېلاب ځپلو يې ۹۵۰ ټنه غنم ووېشل.

د ياد ولايت له پېښو سره د مبارزې د چمتوالی رييس عبدالهادې هادي وويل، چې د ۱۳۹۲ لمريزکال په اوږدو کې سېلاب ځپليو يو شمېرکورنيو ته يې هڅه کوله، چې مرستې ورسوي او په دې ترڅ کې يې دا دی اوس مرستې توضيع کړې.

هادي زياتوي چې دغه مرستې د مرکز او ځينو ولسواليو په زيانمنو او اړمنو خلکو وېشل شوې دي، چې يوې کورنۍ ته ۱۰۰ کيلوګرامه غنم رسيږي.

نوموړی دا هم وايي، ټولې 3590 هغه کورنۍ چې اړتيا يې درلوده مرسته ورته ورسيږي، له دې مرستې څخه برخمنې شوې.

د ده په خبره له دې وړاندې، له هغو ۵۰۰ کورنيو سره چې د ډېورنډ کرښې له هغه خوا را اوښتي دي، هم د ار سي ډي او يو شمېر نورو موسساتو له لوري د خوراکي او ژمنيو توکو مرستې شوې وي.

يو شمېر د چارو کارپوهان وايي، چې د پکتيکا ولايتي ادارې د بېغورۍ له امله، کله هم په خپل وخت اړمنو او ځپل شويو خلکو ته مرستې نه ورسيږي او په داسې محال چې خلک له ستونزو څخه د خلاصون په حال کې وي، حکومت ورته مرستې رسوي.

XS
SM
MD
LG