د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

"غني، یو ان ډي پي او نیویارک ټایمزد پولیسو د معاشونو مساله جدي ګڼلې"


امریکا چاپ، فارین پالیسي خپرونې په وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه یو مضمون خپور کړی او سرلیک یي ورکړی:غني، یو ان ډي پي او نیویارک ټایمزد پولیسو د معاشونو مساله جدي ګڼلې.

خپرونه لیکې:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې څو ورځې وړانډې ادعا کړې وه چې د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني د افغان پولیسو لپاره د نړېوالو مالي مرستو په کارکې د ښه مدیریت او اصلاحاتو لپاره ډيرې زیاتې هڅې کړي دي.

جمهوررئیس غني په ډسمبرمیاشت کې وړاندیز کړی و چې د پولیسو د معاشونو او تمویل مسولیت دې د ملګروملتونوله پراختیایي ادارې څخه افغان حکومت ته انتقال شي.

د ملګروملتونو دې ادارې له ۲۰۰۲ کال راهیسي د افغان پولیسو لپاره د نړېوالو مرستو چارې تنظیمولې.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ملګرو ملتونو له پراختیایي ادارې څخه ملاتړکړی او لیکي:

دغې ادارې افغان پولیسو ته د سلونو میلونو ډالرو د رسولو چارې د نظم او قانون صندوق له لارې په ډيرښه او مسولانه ډول ترسره کړي دي.

خو فارین پالیسي خپرونه لیکي:

نیویارک ورځپاڼه په دي اړه زیات معلومات نه لري او حقیقت دا دی چې له ډيرمودې راهیسې د ملګروملتونو پراختیایي ادارې (یو این ډي پی) د نظم او قانون صندوق باندې د څارتوان له لاسه ورکړی، په دې کارکې زیاتې بې نظمۍ موجودې وې او پیسې په کې بي ځایه شوي دي.

فارین پالیسي خپرونه لیکي:

د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا پلټونکې ادارې (سیګار) په یوه وروستي راپورکې په افغان پولیسوکې د بې نظمۍ، د څار او کنترول د نشتوالي، ناسمو معلوماتو ورکولو، په غیر واقعي ډول د پولیسو د جذب او جلب د شمېرښودلو او د معاشونو د نا سمې ټاکنې ستونزې په ګوته کړې وې.

فارین پالیسي زیاتوي، سیګار ویلي و چې درې لکوکسانوته د پولیسو د هویت کارتونه اجرا شوي او دا په داسې حال کې ده چې د پولیسو شمېر یو لک او ۵۷ زره دی.

سیګار دې نتیجې ته رسیدلی چې د نظم او قانون صندوق د څار لپاره د ملګروملتونو د پراختیایي ادارې د مامورینو هلې ځلې سالمې نه وې او د لګښتونو لپاره یي کافي اسناد نه درلودل. په خپله دې ادارې هم د نظم او قانون صندوق پرکارونو انتقادونه کړي دي.

د ملګروملتونو پراختیایي ادارې د نومبرمیاشتې راپورکې لیکلي وو چې د افغان پولیسو په معاشونو کې بي نظمۍ موجودې دي او د څارنې چارې یي د قناعت وړ نه وې بللې.

فارین پالیسي دغه راز لیکي:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې حقیقت هم سترګې پټې کړې چې د نظم او قانون صندوق د یو این ډي پي لپاره په اصطلاح یوه لنګه غوا وه.

خپرونه وړاندې ليکي:

د دې صندوق په اړه د افغانستان د جمهوررئیس اشرف غني اندیښنې بې ځایه نه دي او په افغانستان کې د میلونو ډالرو د بي ځایه لګیدو په اړه د هغه خپګان د درک وړ دی.

کریسچن ساینس مانیټر ورځپاڼې په افغانستان کې د سړکونو بیارغاونې ته اشاره کړې او د مضمون په یوه برخه کې یي د محمد طاهرپه نامه یوه اته شپیته کلن افغان خبرې راخیستې چې وایي، د کورد مخې سړک به تل وران ویجاړو او په ژمي کې به یي بوټونه په خټو ککړ وو.

دی وایي، ټکسي موټرچلوونکې به هم د ناروغانو د انتقال لپاره د دوي کوڅې ته نه تلل ، خو لس میاشتی وړاندي د طاهر د کوڅې سړک د افغان حکومت او جاپان په همکارۍ پوخ او قیر شو او د زیات شمیر اوسیدونکو په ژوند کې یي بدلون رامنځ ته کړ.

XS
SM
MD
LG