د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۶

بیدار: سږکال د ښځو پر وړاندې د رواني تاوتریخوالي کچه ډیره لوړه وه


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي؛ په روان ۱۳۹۳ کال کې د ښځو په وړاندې د رواني یا اروايي تاوتریخوالی کچه ډیره لوړه وه.

سږ کال په افغانستان کې ژبني او رواني تاوتریخوالي تر بل هر وخت ډير د افغان میرمنو روح او روان ته صدمه رسولې ده.

سره له دې چې په افغانستان کې ډيری میرمنې له فزیکي تاوتریخوالي څخه ځوریدلې دي؛ خو دا ځل توهین او تحقیر هم د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالو څخه شمېرل کیږي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي؛ رواني تاوتریخوالی په ۱۳۹۳ کال کې د نورو تاوتریخوالو په سر کې ځای درلود.

د دې کمیسیون ویاند رفیع الله بیدار دیکشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتیدو په اړه اندیښنه وښوده .

نوموړي وویل چې سږ کال له ۴۲۹۵ پیښو له جملې څخه چې دوی د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه ثبت کړي؛ ډیری یې د رواني تاوتریخوالي په اړه دي:

"په تیر کال کې د ښځو پر وړاندې څلور زره دوه سوه پنځه نوي قضيې ثبت شوي دي، چې ډيری يې لفظي او رواني تاوتریخوالي دي؛ ټولې لفظي او رواني قضيې دولس سوو او اته اویا ته رسیږي؛ سږ کال لومړی وار دی چې لفظي او رواني تاوریخوالی په لومړی مقام کې ځای لري."

ښاغلي بېدار وویل، فزیکي، اقتصادي او جنسي تاوتریخوالي په ترتیب سره په دویم؛ درېیم او څلورم ردیف کې ځای لري.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه؛ احتمال لري په حقیقي توګه د تاوتریخوالي د قضیو تعداد له هغو څو چنده زیات وي؛ خو د ځینو دلایلو له امله نه دي ثبت شوې.

د افغانستان د بشر حقوقونو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې تر ډېره له ښځو سره د تاوتریخوالي قضیې په کابل، هلمند، کندهار، فاریاب، بلخ، بامیانو، کندز او غزني ولایتونو کې ثبت شوې دي.

بې وزلي، ناامنۍ، بېسوادي، ناسم رواجونه په افغانستان د ښځو پر ړواندې د تاوتریخوالي له عمده عواملو څخه ګڼل کیږي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کېسیون د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د یوه میکانیزم په رامنځ ته کولو ټینګار کوي؛ له افغان حکومت غواړي چې په دې برخه کې د خلکو دعامه پوهاوي کچه لوړه کړي؛ څو د تاتریخوالي له قضیو نه مخنیوي وشي او همدارنګه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قانون تصویب کړي.

په ورته وخت کې د بشرحقونو د څار نړیوال سازمان د ۲۰۱۴ کال راپور کې یادونه کړې چې افغان میرمنې له تاوتریخوالي سره مخ دي.

خو د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي؛ تل یې د ښځو پر وړاندې دتاوتریخوالي د مخنیوي لپاره هڅې کړي د یاد وزارت چارواکي په دې برخه کې له اړوندو بنسټونو د همکاري غوښتنه کوي.

په دې وزارت کې د حقونو د برخې رییسې عزیزې عدالتخوا ازادۍ راډیو ته وویل چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې نه بلکې په دې پرخه کې راپور ورکونې بهیر چټک شوی:

"د ښځو چارو وزارت تل په دې برخه کې کار او مبارزه کړې؛ څو د هېوادوال د عامه پوهاوي کچه لوړه شي؛ کله چې د خلکو د عامه پوهاوي کچه لوړه شي؛ د جرایمو ګراف راکمیږي؛ موږ په خپل کار اوس هم قناعت نه لرو غواړو له دې زیات کار او فعالیت وکړو څو له کورنیو نو د تاوتریخوالیو لمن ټوله شي."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ښځو یوشمېر مدافعې بنسټونه وايي چې په تېرو دیارلسو کلونو کې د ښځو په برخه کې هغه ډول چې لازمه وه کار نه دی شوی.

د دوی په خبره په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته په عدلي او قضايي ارګانونو کې ښه رسیده ګي نه کیږي.

XS
SM
MD
LG