د پکتيا يو شمېر لرو پرتو ځنګلي سيمو کې د قومي تړونونو پر اساس د ځنګل وهنې مخنيوی شوی دی او هېڅوک نه شي کولای د پخوا په څېر شنې ونې پرې کړي.
د پکتيا لرو پرتو څمکنيو، ځاځي اريوب، لجې منګل، جانخېلو او پټان ولسواليو يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د يادو ځايونو په ځنګلزارو سيمو کې په قطعي ډول د ځنګل وهنې مخه نيول شوې ده.
دوی وايي ځوانان، مدني فعالان، علما او قومي مشران د قومي تړونونو پر اساس په دې توانېدلي دي چې په خپلو کليو او غرنيو سيمو کې د ځنګل پرې کونې مخه ونيسي؛ د لرو پرتو سيمو ځينې اوسېدونکي:
”۱- دا مخامخ ګورې؟ زموږ خپل غر درته وښيم ډېر ښايسته ځنګل لري؛ دا لس کاله کيږي د قومي تړونونو پر اساس بند شوی دی او هېڅوک ترې څه نه راوړي؛ حتی د کور د سون لرګي؛ د کورنو لپاره لرګي هم هغه مهال ترې راوړل کيږي، چې بيخي وچې ونې په کې زياتې شي.
۲- دلته په قومي شورا کې موږ خپله مسوليت لرو؛ دا ځنګلونه چې نه دي وهل شوي او پاتې دي؛ د دې يو علت دا دی چې د قومونو ترمنځ هغه پخواني تړونونه لا هم ژوندي دي او بله لويه خبره دا ده چې خلکو د امنيت په راوستو کې مرسته کړې؛ دلته امنيت دی، ځکه د ځنګل وهنې مخه هم نيول شوې ده.
۳- مقصد رول يې ښه دی. خو هغه خلک داسې وي چې د مجبوريت له لاسه تړون کوي؛ هغه ځنګلونه ساتل کيږي چې دوی تړونونه کړي وي؛ خو بيا هم خلک له ستونزو سره مخ وي؛ له مجبوريته يې پټ وهي ان د شپې هم ځنګل ته خيږي او خپلې ورځنۍ ستونزې پرې هواروي.“
خلک دا هم وايي چې که چېرته څوک د تړون پر خلاف عمل وکړي؛ د ټولې قبېلې له لوري ټاکل شوې ناغې په ورکول اړ دی او قومي مشران زياتوي؛ هېڅ کس نه شي کولای چې څوک د شوې پرېکړې سرغړونه وکړي.
قومي مشر جنت خان منګل وايي چې که چېرته خلک سالم مصروفيت ولري؛ ښايي په اسانۍ سره دغه تړونونه پلي شي او په خبره يې کنه خلک به له مجبوريته دې کار ته دوام ورکړي او د مخنيو لپاره يې د بديل کار زمينه سازي په کار ده:
”زموږ خلک په غرونو بانډو کې ژوند کوي؛ ټول د ژوند امکانات له ځنګلاتو تکملوي، که دولت دې ته توجه وکړي او د خلکو له پاره د بديل کار زمينه سازي وشي؛ نو په بشپړ ډول به د ځنګل وهنې مخه نيول شوې وي.“
نوموړی نه يوازې خلکو ته د بديل کار غوښتنه کوي؛ دا هم وايي چې مرکزي او ولايتي اداره بايد د ځنګل وهنې د مخنيوي او بيا احيا لپاره لوی لوی پروګرامونه طرحه کړي.
په پکتيا کې د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي چې په دې وروستيو کې د ځنګل وهنې د مخنيوي په قومي تړونونو خوښ دي؛ خو دوی هم هڅه کوي، چې په دې ولايت کې لويې پروژې تطبيق کړي؛ د کرنې او مالدارۍ ريس ذبيح الله حسن زی وايي:
”وزارت بايد په دې برخه کې ښه پروګرامونه طرحه کړي؛ څو پورې د هغو خلکو ژوند بسيا شي چې خپل ټول ورځنی ژوند د همدې ځنګلونو په عوايدو مخکې بيايي او موږ هڅه کړې ده چې د خلکو لپاره د کار زمينه سازي وکړو.“
د ځنګل وهنې د مخنوي دا تړونونه په داسې حال کې کيږي چې اوس هم هره ورځ په سلګونو ټنه د سون لرګي له پکتيا څخه مرکز کابل او نورو سيمو ته د خرڅلاو په موخه انتقاليږي.
راپور: داود تپان- پکتيا