په زابل او غزني ولایتونو کې د بهرنیو جنګیالیو موجودیت خلک اندیښمن کړي دي.
د زابل سیمه ییز چارواکي او په ولسي جرګه کې د غزني استازي په دې ولایتونو کې د ناامنۍ عمده سرچینه د بهرنیو وسله والو موجودیت ګڼي او وايي، همدا ډلې په چاودنو او حملو کې لاس لري.
د زابل سرپرست والي، محمد اشرف ناصري، د یکشنې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې سلګونه بهرني وسله وال ددې ولایت په درېیو ولسوالیو کې ځاي پرځای شوي او د حکومت پر ضد فعالیتونه کوي.
ښاغلي ناصري وایي، دوی له دوو اونیو را په دې خوا د دې وسله والو پر ضد عملیات پیل کړي؛ خو لاهم دغه وسله والې ډلې له منځه نه دي تللي.
"په دې اساس د هغو شمیرو له مخې، چې موږ ته امنیتي ځواکونو راکړي، تقریبآ تر درې سوو مختلف خارجي وسله وال د زابل په نوبهار، خاک افغان، دای چوپان او ارغنداب ولسوالیو کې ځاي پرځای شوي دي؛ افغان ځواکونو ورته عملیاتي پلانونه جوړ کړي دي؛ موږ عملیات پیل کړي دي، البته په هر هغه ځای کې چې دوی امنیت اخلالوي هلته مو عملیات ترسره کړي دي."
ښاغلي ناصر وویل، چې په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو له امله پر مخالفینو فشار راغلی او یوشمیر یې دغه ولایت ته ورغلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې کورنیو چارو وزارت ویلي چې افغان ځواکونه به د هرډول وسله والو فعالیتونه شنډ کړي او هغوی ته به موقع ورنه کړي چې عامه نظم ګډوډ کړي.
له زابل پرته په غزني کې هم د بهرنیو وسله والو موجودیت د دې ولایت خلکو ته یو سرخوږی دی.
په ولسي جرګه کې د غزني استازی چمن شا اعتمادي وایي چې د افغانستان سرحدونه خوندي نه دي؛ نو ځکه بهرني وسله وال په اسانه کولای شي؛ هیواد ته را دننه شي.
"له څو کلونو را په دې خوا په افغانستان کې د پاکستان؛ عرب او چیچین وسله والو په اړه خبرې کیږي؛ په تاسف سره باید ووایم چې د افغانستان د سرحدونو زیاته برخه د امنیتي ځواکونو په بشپړ کنټرول کې نه ده؛ دوی د ناامنیو په هدف افغانستان ته راځي او تل چاودنې او حملې هم د دوی له موجودیته سرچینه اخلي."
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت نوي غبرګونونه را واخلو؛ خو له پرله پسې هڅو سره سره یې موږ ته ځواب را نه کړ.
په دې وروستیو کې د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې د فعالیتونو په اړه هم راپورونه خپاره شول؛ خو وروسته د ملي امنیت چارواکو وویل چې دا خلک طالبانو پورې اړوند خلک دي او د اسلامي دولت ډلې له جنګیالیو سره مستقیم تماس نه لري.
په افغانستان کې د بهرنیو وسله والو د موجودیت خبره په داسې حال کې کیږي، چې د هیواد ټولې امنیتي چارې افغان ځواکونو ته سپارل شوي او چارواکو هم ددې ځواکونو په وړتیا ډاډ څرګند کړی دی.
راپور: اسدالله لودین