د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۱

په کابل کې د افغان او پاکستاني خبریالانویوه شبکه پرانستل شوه


افغان او پاکستاني خبریالانو خپل ترمنځ د تجربو د شریکولو او ښې اطلاع رسونې په هدف یوه شبکه جوړه کړه.

د خبریالانو دغه شبکه د جمعې په ورځ په کابل کې پرانستل شوه.

له ازادو رسنیوڅخه د ملاتړد ادارې یا نۍ مسولین وایي، دا کارپه دواړو هېوادونو کې د بیان له ازادۍ څخه د ملاتړلپاره ګټوردی.

دا لومړی ځل دی چې، افغان او پاکستاني خبریالان په موثره توګه د معلوماتو د خپرولو او له یو بل سره د همغږۍ په هدف یوه ګډه شبکه جوړوي.

دغه شبکه چې د ایکوال اکسیس (equal access ) موسسې او له ازادو رسنیوڅخه د ملاتړ ادارې نۍ له خوا جوړه شوې، د جمعې په ورځ په کابل کې د دواړو هېوادونو د یو شمېرخبریالانو په ګډون د یوې غونډې پرمهال پرانستل شوه.

د نۍ د څارمسول صدیق الله توحیدي د دې شبکې د جوړیدو په اړه وویل:

″دا یو غیرسیاسي پروګرام دی، نه د افغانستان او نه د پاکستان حکومتونه له دې شبکې سره اړیکي لري او نه هم ورباندې تاثیر درلودای شي.

د دې شبکې د جوړیدو اصلي هدف دا دی چې افغان او پاکستاني خبریالان دومره سره نږدې شي چې د سانسور زمینه له منځه ولاړه شي.″

ښاغلي توحیدي دغه راز وویل چې، د همدې شبکې له لارې به افغان او پاکستاني خبریالان په کال کې دوه ځلي د یوبل له رسنیو څخه لیدنه وکړي او تجربې به سره شریکي کړي.

کارپوهان د افغانستان او پاکستان ترمنځ مشترکاتوته په کتو د دا ډول شبکې جوړیدل یو ګټور اقدام بولي.

د افغان میرمنو د خبري بنسټ رییسې حمیرا ثاقب له ازادۍ راډیو سره خبرو کې د دې شبکې جوړیدل ځکه مهم وباله چې د دې په خبره د دواړو هېوادونو افغانستان او پاکستان حالات پر یو بل مستقیم تاثیر لري:

″زه هیله لرم د پاکستان حکومت چې د دواړو هېوادونو د نږدې کیدو لپاره اقدام کړی، په رښتیا سره یې په همدې هدف دا بنسټ جوړ کړی وي.

افغانستان او پاکستان ګاونډیان دي. هره پيښه چې په پاکستان کې کیږي پر افغانستان تاثیر کوي او که په افغانستان کې وي نو پر پاکستان به مستقیم اثر ولري.″

د راپورونوله مخې، په تیرو دیارلسو کلونو کې په افغانستان کې د خبریالانو لپاره نږدې لس ټولنې او خپلواکې شوراګانې جوړي شوې.

افغان خبریالان ددغوټولنو پر کړنو انتقاد کوي او وایې چې د دوي فعالیتونه د خبریالانو د ستونزو په له منځه وړلو کې ډیر د پام وړ نه دي.

XS
SM
MD
LG