د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۴

نړېوال ائتلاف د داعش پرضد د پراخې مبارزې پر اړتیا ټینګار کړی


د امریکا په مشرۍ نړېوال ائتلاف د اسلامي دولت ډلې پر ضد د پراخې او همغږې مبارزې پر اړتیا ټینګارکړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري چې له خپل بریتانوي سیال فلیپ هاموند سره یې په دې اړه د بحث لپاره په لندن کې د پرونۍ غونډې مشري کوله وویل چې د اسلامي دولت ډله د اوسني عصر یوه لویه ستونزه ده او زیاته یې کړه چې د دې ډلې پرضد د مبارزې په وړاندې لاهم ګڼ خنډونه پراته دي.

د اسلامي دولت ډلې- داعش پرضد په مبارزه کې د پراخې همکارۍ جلبول په لندن کې د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو د چارواکو په ګډون د غونډې د بحثونو د سر موضوع وه.

دې چارواکو پرون په خپله غونډه کې پرهغو اقداماتو خبرې وکړې چې د داعش د ځپلو لپاره مهم او ضروري ګڼل کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري وویل چې د وروستیو څو میاشتو هڅو په عراق کې د اسلامي دولت ډلې د پرمختګ مخه ونیوله:

″په سپټمبرمیاشت کې موږله صفره پیل وکړ او اوس دلته رارسېدلي یو. په جنوري کې چې د دې مبارزې څلورمه میاشت وه، موږ په عراق کې د داعش د پرمختګ مخه ونیولای شوای، د دوی سرچینې مو وچې کړې.

په خپلو اقداماتو سره مو د بهرنیو جنګیالیو د لېږد او په لویو ډلو کې د دوی د جګړه يیز ظرفیت مخه ونیوله، خو تر اوسه زیات کارونه لاهم په مخکې لرو.″

د اروپا پولیس اټکل کوي چې د اروپايي هېوادونو شاوخوا پنځه زره اتباع عراق او سوریې ته تللي، هلته له داعش ډلې سره یوځای شوي او اوس مهال په دې دواړو هېوادونو کې په جګړو کې ښکېل دي.

د لندن په غونډه کې د داعش پرضد په ائتلاف کې د شاملو شاوخوا شپېتو هېوادونو له ډلې د یوویشتو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او استازو ګډون کړی و.

په غونډه کې د امریکا او برتانیا د بهرنیوچارو پر وزیرانو سربېره د عراق، قطر، اردن، بحرین، سعودي عربستان، استرالیا، فرانسې، بلجیم، مصر، جرمني، کوېټ، متحده عربي اماراتو او د څو نورو هېوادونو استازي هم حاضر وو.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر فلیپ هاموند چې د دې غونډې اصلي کوربه و، وویل، د لندن د غونډې هدف د اسلامي دولت ډلې پرضد په مبارزه کې د نړیوال ائتلاف له غړو د غوره مشورو اخیستل وو:

″دا کنفرانس یوازې په عراق کې د پوځي عملیاتو لپاره نه بلکې د روانې مبارزې د نورو اړخونو لپاره هم دی.

موږپه دې کې ډېر روښانه دریځ لرو چې د داعش د کیسې ختمول، د بهرنیو جنګیالیو د بهیر مخنیوی او د داعش د مالي سرچینو مخنیوی د پوځي عملیاتو په اندازه اهمیت لري.″

هاموند د غونډې ګډونوالو ته وویل چې عراقي ځواکونه تر اوسه لا په ګډوډ حالت کې دي او څو میاشتې په کار دي چې د داعش پرضد په مبارزه کې اصلي رول ولوبوي.

متحدوایالاتو د داعش ډلې پرضد د عملیاتو په ترڅ کې په عراق او سوریه کې له زرو زیاتې هوايي حملې ترسره کړې دي.

XS
SM
MD
LG