د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

په یمن کې حوثي شیعه یاغیانو د جمهوررئیس هستوګنځای نیولی


په یمن کې حوثي شیعه یاغیانو د جمهوررئیس هستوګنځای نیولی دی.

رپوټونه وايي، د جمهوررئیس منصورهادي عبدربه د کورپه شاوخوا کې د ده ساتونکې نشته او په ځای يي حوثیان ځای پرځای شوي دي.

حوثي یاغیانو پرون پلازمینه صنعاء کې د صدراعظم په کور حمله کړې. امنیت شورا عبدربه هادي منصورد یمن مشروع واکمن ګڼي او د فوري اوربند غوښتنه یې کړې.

نوي رپوټونه وايي، حوثي ملیشو د جمهوررئیس د ساتونکوپه ځای د هغه د کورشاوخوا خپل کسان ګمارلي دي.

عیني شاهدانو نن د رویټرزخبري اژانس ته وویل، د کورشاوخوا امنیتي پوستوکې د جمهوررئیس ساتونکي نه لیدل کېږي.

پرون د جمهوررئیس د ساتونکو او حوثي ملیشو ترمنځ جنګ شوی وو.

د حوثیانو یو مشرمحمد البخیطي رویټرزخبري اژانس ته ویلي چې جمهوررئیس په خپل هستوګنځي کې دی او هر کله چې وغواړي له کومې ستونزې پرته دغه ځای پریښودلای شي.

داسې ښکاري چې حوثیان د حکومت د نړولو او د لازیات سیاسي واک د تر لاسه کولو زیار کوي.

د ملګروملتونو امنیت شورا د حوثي یاغیانو دغه بریدونه غندلي دي.

امنیت شورا د جمهوررئیس منصورعبدربه د حکومت مشروعیت مني او له ټولو ډلو یي غوښتنه کړې چې مرسته او ملاتړ یې وکړي.

د ملګروملتونو عمومي منشي بانکي مون د امنیت شورا بیړنۍ غونډه کې د یمن د وضعیت په هکله خپله ژوره اندیښنه څرګنده او د فوري اوربند غوښتنه یې وکړه.

بل خوا د حوثي یاغیانو مشرعبدالملک الحوثي جمهوررئیس عبدربه هادي منصور د یمن د ویشلو په ملاتړ تورن کړ.

عبدالملک الحوثي ګواښ وکړچې د جمهوررئیس په وړاندې د هر ډول اقدام امکان شته.

په یمن کې کړکېچ وروسته له دې زیات شو چې حوثي شیعه یاغیانو د تیرې شنبې په ورځ د یمن لوی درستیز احمد عواد بن مبارک برمته کړ.

په پایتخت صنعاء کې روانو ناکراریو د یمن د حکومت د سقوط اندیښنې رامنځ ته کړې.

جمهوررئیس عبدربه هادي منصورد القاعده شبکې خلاف هلوځلو کې د امریکا پلوی دی او د حکومت په سقوط به یې یمن کې احتمالا ګډوډي رامینځ ته شي.

XS
SM
MD
LG