د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وایي، د هرات او فراه ولایتونو لپاره ډیر ژر نوي والیان معرفي کوي.
د دې ادارې ویاند د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډيوته وویل، د والیانو مقرري هم دقت او زیرتیا ته ضرورت لري چې دې چارې تر اوسه دا مقرری ځنډولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې نزدې یوه میاشت وړاندې د والي په شمول د هرات یو شمېرچارواکي او په یوه تازه اقدام کې د فراه والي او یو شمېر چارواکې د جمهور ریس اشرف غني په حکم له دندو لیرې کړای شوي دي.
یوسف خان ځدراڼ نور تفصیل رااوروي: