د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

په ننګرهارکې د پاچاخان ۲۷ تلين ولمانځل شو


"لراوبریوافغان، لراو بر يو افغان، لر او بر يو افغان" دا له جذبې ډک شعارونه د سې شنبې په مازدیګرپه جلال اباد کې د عدم تشدد د فلسفې سالارخان عبدالغفارخان په مزارد هغه د ۲۷ تلين په مناسبت ویل کېده، چې د ننګرهار د ولایتي چارواکو سربیره ورته له کوزې پښتونخوا څخه هم د بیګم ولي خان په مشرۍ د نشنل پارټۍ ولي خان ډلې یو پلاوی هم راغلی و.

د ننګرهار ولایت مرستیا له کوزې پښتونخوا څخه راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او زیاته يې کړه، چې پاچاخان د ټولو افغانانو مشر و، ځکه هغه د افغانستان په ګوټ ګوټ ګرځيدلی او خلک يې یووالي، سولې او تعلیم ته هڅول:

"عبدالغفارخان د ټولو پښتنو او افغانانو مشر و. د افغانستان کوڅه په کوڅه، کلي په کلي او مالت په مالت ګرځیدلی دی.

د هغه د لارې پيروانو ته چې نن يې دلته تشریف راوړی دی او موږهم د هغه د لارې پيروان وو، ستاسو راتګ زموږ په ليمو، موږ تاسو ملیمانه نه ګڼو، تاسو د دې کورخلک ياستئ".

په کوزې پښتونخوا کې د نشنل ګوند ولي خان د ډلې معاون اورنکزیب کاسي په دې نمانځغونډه کې وویل، چې په جلال اباد کې د پاچاخان د تلین نمانځلو څخه يې هدف د پاچاخان د نيمګړو ارمانونو پوره کول دي، چې لر او بر پښتانه باید سره په یوه ټغر راټول شي:

"مور بي بي چې نن د باچا خان او رهبر تحريک ولي خان سالار عالی ده، ټولو افغانانو ته دا باور ورکول دي، چې د باچا خان هغه مرام، چې باچا خان له غازي امان الله سره راشروع کړی و او تر ننه پورې نيمګړی پاتې دی، دا به موږسرته رسوو. د باچا خان مرام په يو شعر کې راغونډ کړی دی:

کويټه که پيښور دی زما کور دی

که کابل دی که کندهار دی زما ورور دی
هرغاصب چې په کې خنډ اچول غواړي

که د لردی که د بردی، مخ يې توردی
د لر او برد افغانانو دغه یو شخصیت چې دلته پروت دی، دا زموږ او ستاسو د ملي وحدت يو سمبول دی."

له کوزې پښتونخوا څخه د راغلي پلاوي مشره او د پاچاخان اینګور بيګم نسیم ولي وویل، پاچاخان په ژوندني وصیت کړی و، چې هغه په ننګرهار کې خاورو ته وسپاري.

نوموړې وویل، چې له دې وصيته د پاچاخان هدف دا و، چې دا ځای باید د لر او بر پښتنو د راټولیدو مرکز جوړشي او د هغه د دې مرام د پوره کولو په خاطر يې نن د پاچاخان د لارې پيروان له ځانه سره ملګري کړي او ننګرهار ته يي راوستي:

"زه نن صرف په یوه جذبه راغلې یم، چې باچا خان بابا ته دا احساس ونشي، چې زما تلین دې کلیزه ده او نن ماله له لرو افغانانو له طرفه څوک رانغلل، نن ما ورته دا بچې راوستی، چې دا هغه د لارې ملګري و، د لارې ملګري دي او په وراثت کې د هغه لاره ورته پاتې ده، زه ورته وایم چې بچېانو وګورئ دې قبر ته د هرسړي انجام همدا خاورې دي، خو د هغه افکار او کردار تر اخرته پورې نه ختمیږي."

بيګم نسیم ولي په خپلو خبروکې د ډیورنډ کرښې په اړه وویل، چې دا د پښتنو د جدا والي لپاره یو سازش و، چې د پښتنو پرسینه يې د بيلولو کرښه کش شوې ده، نوموړې وویل، پښتانه به هیڅکله هم دا تش په نوم د ډيورنډ کرښه ونه مني:

"په جرمني کې دیوال و، یوه کړکۍ به د یوه ورور وه او بله کړکۍ به د بل ورور وه، د هغوی ترمنځ دیوال و، اوس هغه دیوال څه شو، زموږ ترمنځ خو هغه دیوال هم نشته کومه ده دا تش په نوم ډیورنډ لین دی، زه به څه ووایم دا پښتانه به دومره بې خونده نه وي، خو ماته د دې کرښې منل راته کفر ښکاري."

له کوزې پښتونخوا څخه راغلو میلمنو، د ننګرهار ولایتي چارواکو او په دې ولایت کې میشتو فرهنګيانو په وروستۍ برخه کې د پاچا خان په مزار د ګلونو ګيډۍ وغوړولې او د هغه روح ته يې د دعا لاسونه پورته کړل.

د عدم تشدد فلسفې سالارخان عبدالغفار خان د ملک بهرام خان زوى په قوم محمدزى، په ۱۸۹۰ زېږديزکال كې د پښتونخوا د هشنغر د اتمانزو په كلي كې زېږيدلى و او په كال ۱۹۸٨ زېږديز كې د ۹۷ كلونو په عمرپه پېښور كې وفات شو، چې د هغه د وصيت سره سم شاوخوا اووه ویشت كاله وړاندې يې مړى له پېښوره جلال اباد ته راوړل شو او د ننګرهار د استيناف محكمې ترڅنګ په خپل باغ كې خاورو ته وسپارل شو.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG