د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۳

"د ښځو اوماشومانو د حقونو خوندیتوب ته دې یو ځانګړی کمیسیون جوړ شي"


د افغان میر منوشبکه په هیواد کې په ښځو باندې جنسي تیریو او له ماشومانوسره په زورزیاتي ته اندیښمنه ده.

د دې شبکې مسوولین انتقاد کوي چې حکومت د دې کړنو له عاملینوسره جدي چلند نه کوي.

د افغان میرمنو شبکه له حکومته غواړي چې د ښځو اوماشومانو پروړاندې دې د زورزیاتي ختمولو ته عملي پروګرامونه ترتیب کړي.

دوی اندیښنه وکړه چې په هیواد کې پر ښځو جنسي تیري او له ماشومانو سره د زورزیاتي پیښې له پخوا څخه زیاتې شوي؛ خو د عاملینو پر وړاندې یې جدي عمل نه دی شوی.

د دې شبکې غړو د سه شنبې په ورځ په کابل کې له جمهور ريیس څخه په یو سرخلاصي لیک کې وغوښتل چې د ښځو اوماشومانو د حقونو خوندیتوب ته دې یو ځانګړی کمیسیون جوړ کړي.

د دې شبکې د خشونت د بررسۍ د څانګې مسوولې "سونیا اسلمي" د سرخلاصي لیک د موادو په هکله وویل:

"په جمهوري ریاست کې د ښځو او ماشومانو د ملاتړ د کمیسیون جوړول؛ د کار په ساحه کې د ښځو او نجونو د خوندیتوب لپاره حقوقي کړنلارې ترتیبول؛ د روزنې د ځایونو جوړول او داسې نور پروګرامونه چې د ښځو شغلي مصوونیت ډاډمن کړي."

میرمن اسلمي د ښځو په روزنه او د دوی د توان په زیاتولو هم تاکید وکړ.

د افغان میرمنو د شبکې د معلوماتو له مخې په وروستۍ یوه میاشت کې یې د سرپل، فاریاب او جوزجان په ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د زورزیاتي لس قضیې ثبتې کړي دي.

د افغانستان د بشرد حقونو خپلواک کمیسیون هم ویلي چې د روان کال په وروستیو اوو میاشتو کې يې په هیواد کې د ښځو پروړاندې د زورزیاتی درې زره اوه سوه قضیې ثبتې کړي.

د افغانستان د میرمنود شبکې غړیو داهم وویل چې د ښځو پروړاندې د خشونت زیاتیدل به سبب شي چې ‌د ټولنې دغه مهمه برخه له فعالیته ولویږي.

د ښځو یوې فعالې زرقا یفتلي په دې اړه وویل:

"که دا پيښې دوام وکړي او د ښځو پروړاندې د خشونت پیښې نورې هم زیاتې شي؛ په یقین سره ویلی شم چې د دوی پرمختګ او فعالتیونه به ختم شي.

نن زموږ پروګرام په همدې ځای پای ته نه رسیږي؛ بلکې خپلو غوښتنو ته به دوام ورکړو او بیا به یې ارزیابي کړو چې څومره عملي شوي دي."

دا اندیښنې په داسې حال کې راپیدا شوي چې راپورونه وايي؛ په وروستیو کلونو کې د هیواد په ځینو ولایتونو کې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې زورزیاتی او پر دوی د جنسي تیري پیښې زیاتې شوي دي.

افغان چارواکي وايي، په تیرو دیارلسو کلونوکې د ښځو او ماشومانو د حقونو لپاره هڅې شوي؛ ښې نتیجې ترې هم اخیستې او داهڅې به دوام وکړي.

خو خلک او کارپوهان دا هڅې کافي نه ګڼي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG