د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۵۲

خوشې شوې یزیدانې د اسلامي دولت وسله والو د ظلم په اړه کیسه کوي


په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې یوه نوې ویډیو خپره کړې چې هدف یې غالباً اسلام ته د یزیدیانو هڅول دي.

دې ډلې په اګست کې د امریکايي خبریال "جمیز فولي" د وژلو ویډیو خپره کړه او دا کار یې، نږدې په ټوله نړۍ کې وغندل شو.

رپوټونه وايي، دې ډلې په عراق کې د یزیدي اقلیت سل ګونو ښځې؛ نارینه او کوچنیان وژلي، تښتولي یا بې کوره کړي دي.

دې وسله والې ډلې د عراق په شمالي سیمو کې له پرمختګ سره؛ د یزیدیانو پر کلیو او کورونو حملې زیاتې کړي او پر هغوی یې فشار راوستی چې اسلام ومني.

د اسلامي دولت په نوم وسله والو تیر دوبی د عراق سنجار ولایت ونیو او زرګونو یزیدیان مجبور شول چې له خپلو سیمو وتښتي.

دې وسله والې ډلې وړمه ورځ لږترلږه دوه سوه یزیدیان چې له څو میاشتو راهیسې یې برمته کړي وو؛ خوشې کړل.

د ازادي راډیو عراقي خبریالان وايي چې په خوشې شويو کسانو کې ډیر د پاخه عمر خلک او ناروغان دي. دا یزیدیان د عراق په الافار ولایت کې ساتل کیدل او اربیل ته نږدې خوشې شوي دي.

د عراق په شمال کې د کرکوک ولایت د کردي ملیشو (پيش مرګه) قوماندان "شرکو فاتح" ویلي؛ د زیاتو خوشې شویو کسانو روغتیايي حالت خراب دی او لیدل کیږي چې شکنجه شوي دي.

خوشي شوي یزیدیان د عراق په "دهوک او نینوا" ولایتونو کې د حکومت په تر کنټرول لاندې ځایونو کې ساتل کیږي.

یو شمیر خوشې شویو یزیدیانو له ازادي راډيو سره خبرې کړې او وايي چې د اسلامي دولت په نوم وسله والو ښځې او ځوانې نجونې وتښتولې او د دوی ملکیتونه یې چور کړل.

"شیمي صالح" پینځه شپیته کلنه ده او ازادي راډیو ته وايي:

"موږ شپږمیاشتې د هغوی خیر ته پراته وو. زیاتې نجونې او ماشومان یې ورسره یوړل. موږ ته یې د وتلو اجازه نه راکوله. ماته یې اوس هم نومونه نه دي معلوم."

یوه بله ښځه "خیرزي نایف" چې پينځه اویا کلنه ده؛ د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې په اړه وايي:

"هغوی هر یزدي وګړی چې مخالفت یې ورسره کاوو، وژل."

نایف زیاته کړه چې د اسلامي دولت په نوم وسله والو ګڼ شمیر ښځې او ځوانې نجونې ورسره ساتلې دي.

"زه په خدای قسم خورم چې هغوی خلک وژل او نجونې او ښځې یې ورسره وړې. یو وار ما ولیدل چې پينځه سوه نجونې یې راغونډې کړې وې."

هغه یزیدي ښځې او نجونې چې په تيښته بریالې شوې وې؛ وايي، د اسلامي دولت په نوم وسله والو جنسي تیری؛ شکنجه کړي او وهل ټکول کول.

د "میردین" په نوم یوې یزدۍ ښځې ازادي راډيو ته وویل:

"هغوی حتې داسې ښځې هم وړې چې پينځه او شپږماشومان لري. هغوی ښځې وښتولې او نارینه یې ووژل."

XS
SM
MD
LG