د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۹

اروپايي ټولنه له ځینو اسلامي هېوادونو سره د یوه ایتلاف رامنځ ته کول غواړي


د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره فیډریکا موغیرني
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره فیډریکا موغیرني

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره فیډریکا موغیرني وايي اروپايي ټولنه غواړي له یو شمیر اسلامي هیوادونو سره د تروریزم پر ضد د مبارزې یو ایتلاف رامنځ ته کړي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې د دوشنبې په ورځ وویل؛ اروپايي ټولنه په راتلونکو اونیو کې له یو شمیر مشخصو اسلامي هیوادونو سره د مشخصو پروژو د پیلولو نیت لري؛ څو د تروریزم ضد مبارزه کې د همکاریو سطحه لوړه کړي.

فیډریکا موغیرني د دې اسلامي هیوادونو په لړ کې چې اروپايي ټولنه ورسره ځانګړې همکاري پیلوي ترکیه؛ مصر، یمن، الجریا او د خلیج هیوادونه یاد کړل.

نوموړې په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو له غونډې وروسته خبریالانو ته خبرې کولې. د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه په داسې حال کې وشوه چې دغلته له پولیسو سره په نښته کې د دوو تندلارو د وژل کیدو وروسته پولیسو په بروکسل او د نورو ښارونو په کوڅو کې ګزمې ډیري کړي دي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې فیډریکا زیاته کړه چې د بهرنیو چارو وزیرانو د تروریزم پر ضد د مبارزې د زیاتولو لپاره یو شمیر نورې پریکړې هم وکړې.

په دې کې د تروریستي شبکو د تمویل پر ضد مبارزه او په اروپايي هیوادونو کې د میشتو عربي ژبې ویونکو ټولنو سره دې تفاهم او خبرو اترو پراختیا شامل دي.

فیډریکا موغیرني زیاته کړه؛ د بهرنیو چارو وزیرانو د استخباراتي معلوماتو د شریکولو په اړتیا هم موافقه وکړه چې نه یوازې د اروپايي هیوادونو ترمنځ باید شریک شي؛ بلکې د اروپا د شا او خوا پرتو هیوادونو او اسیايي هیوادونو سره هم باید د ترورزم په اړه مهم استخباراتي معلومات شریک شي.

د فرانسې په مرکز پاریس کې د جنورۍ د میاشتې له اومې تر نهمې نیټې پورې له بریدونو او همدارنګه تیره اونۍ په بیلجیم کې د سخت دریځو پر پټنځایونو د پولیسو له چاپو وروسته په اروپايي هیوادونو کې دا ویره زیاته شوې چې له سوریې او عراق راستانه شوې وسله وال سخت دریځې ښايي په اروپا کې امنیت ته ګواښ پېښ کړي.

فیډریکا موغیرني او د اروپايي ټولنې یو شمیر وزیرانو په اروپايي پارلمان ټینګار وکړ چې د اروپايي ټولنې د غړیو هیوادونو ترمنځ دې د هوايي شرکتونو د مسافرو د معلوماتو د شریکولو په اړه هم پریکړه وکړي.

تر غونډې مخکې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شټاین مایر ویلي وو چې د فرانسې بریدونو اروپا او نړۍ بدله کړې ده.

په دې غونډه کې د عرب ټولنې استازي نبیل العربي هم برخه لرله. نوموړې وویل چې د نړۍ ټولو هیوادونه له ترورزم کړیږي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر فیلیپ هامونډ چې په دې غونډه کې شامل و؛ وویل، اسلامي هیوادونه تر ټولو ډیر له تروریزم زیانمن شوې دي او دوی به لا هم د دې مبارزې په لومړۍ کرښه کې وي.

هامونډ ټینګار وکړ چې د اسلامي هیوادونو سره د همکارۍ پر پراخولو اروپايي ټولنه کولی شي چې هم خپل او هم د دې هیوادونو امنیت ډاډمن کړي.

XS
SM
MD
LG