د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۷

د کاندید وزیرانو مربوطه اسناد نن ولسي جرګې ته استول کیږي


د افغانستان ولسي جرګه وایي، ټاکل شوې چې د کاندید وزیرانو مربوط اسناد نن د پارلماني چارو وزارت له خوا د جرګې ادارې هیات ته وسپارل شي.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو رییس عبدالقادر ځاځي وطندوست آزادي راډیو ته وویل؛ ټاکل شوې وه چې جمهور رییس اشرف غني نن د جرګې په عمومي غونډه کې کاندید وزیران معرفي کړې وای. خو دا پروګرام لغوه شو.

دا چې ولسي جرګهد وزیرانو د اسنادو د کتنې او د رایو د لپاره څه ډول کړنلاره یا طرزالعمل لري؟ښاغلي وطندوست وویل چې د ولسي جرګې کمیسیونونه به د اصولو له مخې د دوی تحصیلي اسناد، د تابعیت اسناد، پاسپورت، ګرین کارډ، بهرنۍ ویزې او داسې نور مدارک څېړي او د رایې اخیستو لپاره به یې د ملي شورا عمومي غونډو ته وړاندې کوي.

ښاغلي وطندوست د کاندید وزیرانو د اسنادو د څیړنې او مربوطو کمیسیونو د کار په اړه وویل:

"زموږ کمیسیون یعنې د نړېوالو اړیکو کمیسیون به یې پر دوه تابعیته اسنادو کار کوي؛ د لوړو زده کړو او فرهنګي کمیسیون به یې د زده کو پر موضوع کار کوي او د تفتیش کمیسیون به د اساسي قانون له مخې د دوی اداري فساد او بشري جنایتونه برخه څېړي."

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمیسیون رییس وویل؛ که چیرې د کوم کاندید وزیر دوهم تابعیت تثیت شي؛ یا یې په تحصیلي اسنادو کې کومه ستونزه وي او یا خدای مه کړه، کومه جرمي سابقه ولري، په هغه صورت کې به کاندید وزیر له لیست نه ایستل کیږي او د رایو لپاره به ورته صندوق نه ایښودل کیږي.

ښاغلي عبدالقادر ځاځي وطندوست زیاته کړه؛ د ولسي جرګې د کاري طرزالعمل پراساس؛ د کاندید وزیرانو له معرفي کیدو له نیټې څخه د لسو ورځو په موده کې باید چې د هغوی لپاره رایې واچول شي.

XS
SM
MD
LG