د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

دانش: حکومت به د سولې په خبرو کې د خلکو نظرونه په پام کې ولري


د ولسمشر دویم مرستیال وایي چې، له وسله والو مخالفینو سره د سولې خبرې به له خلکو سره په همغږۍ ترسره کړي.

محمد سروردانش دغه څرګندونې نن ″د پنجشنبې په ورځ″ د سولې په هکله د افغانانو د ملي ډیالوګ په نامه یوې غونډې ته وکړې.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړی استازی وایې چې، د سولې بهیر باید داسې نه وي چې بشري حقونو په کې ترپښو لاندې شي.

د افغان ولسمشر دویم مرستیال وایې، د ملي وحدت حکومت په افغانستان کې د تل پاتې سولې ټينګښت ته ژمن دی او په دې برخه کې به د خلکو نظرونه هم په پام کې ونیسي.

محمد سرور دانش چې د پنجشنبې په ورځ یې د سولې د ملي ډیالوګ په نامه جوړ شوي کنفرانس ته وینا کوله وویل چې، سوله د افغانانو لپاره حیاتي ارزښت لري.

د سولې په اړه د افغانانو د ملي ډیالوګ پروسه د مدني ټولنو او بشري حقونو د کمیسیون له خوا پيل شوې ده چې له مخې یې په ټول افغانستان کې له خلکو سره د سولې د ټینګښت پر لارو چارو او د سولې پر وړاندې د خنډونو په اړه مرکې کېږي.

د سولې په اړه د افغانانو د خبرو په اړه راپورکې چې له شپږ زره افغانانو سره د مرکې پر اساس برابر شوی راغلي چې، فساد، بې وزلي، ضعیفه سیمه ییزې ادارې او ناپوهي د سولې په وړاندې له اساسي خنډونو څخه دي.

ښاغلي دانش همدې غونډې ته د وینا پرمهال وویل چې، حکومت به د سولې په خبرو کې د خلکو نظرونه په پام کې ولري:

″زه د افغانستان د دولت په استازیتوب د حکومت د رهبري پلاوي د همکارانو په مرسته به هڅه وکړم چې ستاسو لاسته راوړنې چې په حقیقت کې د سولې په اړه د افغانانو غوښتنې او وړاندیزونه دي، تطبیق کړو او د خلکو د غوښتنو په وړاندې ځواب ورکونکي اوسو.″

ښاغلي دانش وویل، د سولې په برخه کې چې تراوسه کومې هڅې شوي، د پام وړ لاسته راوړنې نه لري.

نوموړي په افغانستان کې د ناامنیو زیاتیدل د سولې د پروسې د نه بریالیتوب یوه نښه و بلله.

په همدې حال کې د سولې د عالي شورا غړیو له ملګرو ملتونو وغوښتل چې له وسله والو مخالفینو سره د سولې د خبرو لپاره زمینه برابره کړي.

د دغې شورا غړي قاضي محمد امین وقاد همدې غونډې ته د وینا پرمهال وویل چې، دوي په هرځای کې چې وي، د سولې له خبرو هرکلۍ کوي، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت له چارواکو یې و غوښتل چې ددې خبرو لپاره ورته امکانات برابر کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نیکولاس هیسم که څه هم په دې اړه څه ونه ویل خو، ټینګار یې وکړ چې، د سولې په خبرو کې باید بشري حقونه تر پښو لاندي نه شي:

″د سولې او سولې ته د بیا راستنیدو په پروسو کې یوناما دا نظر لري چې، بشري حقونو په کې قرباني کېدای نشي او پکې باید ښځو ته فعاله ونډه ورکړل شي، دا پروسه باید متداومه او قوي وي.″

نوموړي همدا راز وویل چې، د ملي وحدت حکومت مشران باید د سولې په پروسه کې د خلکو غوښتنو ته پام وکړي.

افغان ولسمشر له وسله والو مخالفینو سره د سولې په خبرو کې د همکارۍ په هدف په ورستیو دریو میاشتو کې ګاونډیو او یو شمېر عربي هېوادونو ته سفرونه وکړل.

کارپوهان ددې سفرونو ارزښت په دې کې بولي چې دا هیوادونه په یوه نه یوه ډول طالبان د سولې خبرو ته حاضرولای شي او د دوي په وینا، که ګاونډيان او نور اسلامي هیوادونه د افغانستان د سولې په بهیر کې همکاري ونکړي، نو د افغانستان د ناامنۍ لمنه به ټولې سیمې ته پراخه شي.

XS
SM
MD
LG