د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۰

د ننګرهار له محبسه شپږویشت تنه بنديان خوشې شول


د ميلاد النبي په مناسبت د ولسمشر ۳۹ ګڼه فرمان له مخې د پنجشنبې په ورځ د ننګرهار محبس څخه شپږ ویشت تنه بنديان خوشې شول.

د محبس مشرعبدالولي حصارک ازادۍ راډيو ته وویل، چې د دې فرمان له مخې څلویښت تنه نورو بنديانو ته تخفیف هم ورکړل شوی:

"۳۹ نمبرفرمان و، شپږویشت تنه خوشې شول او څلویښت تنه نورو ته تخفیف ورکړل شو او په خوشې شویو شپږویشت تنو بندیانو کې ۹ تنه میرمنې وې، چې د خوشې شویو بنديانو عادي او جنايي جرمونه وو."

خوشې شوي بنديان خوښ و، چې د ولسمشر فرمان له مخې ورته بخښنه وشوه.

د صدیق الله په نوم یو تن خوشې شوی بندي ازادۍ راډيو ته وویل، چې په زندان کې مسولینو ورسره ښه وضعیت کاوه.

نوموړی وايي، هرهغه څوک، چې د قانون تابع ووسي هغوي سره هیڅ زورزیاتی نه کېږي:

"د وضعیت په اړه به زه دومره درته ووایم، چې څوک ځان د الهي په قانون او حکومت په قانون برابر کړي هغه ته هیڅ مشکل نشته زه خپله ترينه ډیره خوشال یم، موږ سره يې ښه وضعه کړې ده."

د ننګرهار محبس د معلوماتو له مخې اوس مهال په دې زندان کې څه باندې شپاړلس سوه بنديان پاتې دي، چې دوی په عصري، ديني او حرفوي برخوکې زده کړې هم ورکول کېږي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG