د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۴

د افغانستان د نوي کابینې په اړه د ځینو څیړونکو نظرونه!


د افغانستان په نوي کابینه کې نوې څیرې معرفي شوي دي، خو ډیریي پخوانیو زورواکو ته ژمن دي.

ولسمشراشرف غني د ژمنې سره سم په نوي کابینه کې د هیڅ پخواني وزیراو یا د پارلمان د غړیو نومونو نه دي ځای کړي. خو دا ګام دا معنی نه لري چې پخواني زورواکي د افغانستان له سیاسي صحنې ایستل شوي دي.

په افغانسستان کې موجود سیستم ونه شو کولای چې د ولسمشر اشرف غني د هغې ژمنې مخه ونیسي چې ویلي یې وو په حکومت کې به یو اصلاح غوښتونکي او تکنوکرات ټیم رامنځ ته کړي.

د نوي کابینې په اعلان سره ولسمشرغني څرګنده کړه چې پر خپلو ژمنو ولاړ دی او د کابیني په نوې لیست کې یې هیڅ پخوانۍ وزیر او یا د ملي شورا غړي نه دي شامل کړي.

خو سره له دې هم د افغان ولسمشر او د اجرایو ریس دا انتخاب د دې څرګندوی دی چې د افغانستان پخواني زورواکي په بشپړه توګه له صحنې نه دي لري شوي.

په کابل پوهنتون کې د افغانستان د څیړنو د مرکز ریس عبدالوحید وفا وايي:

″نومونه بدل شوي دي، خو د حکومت مسیرهماغه دی. د کابیني د غړیو یوه برخه داسې کسان دي چې لویو کورنیو او یا ځانګړو سیاسي ډلو پورې تړلي دي.″

له دې ډلې څخه د بیلګې په توګه د افغانستان د بهرنیو چارو د نوي کاندید وزیریادونه کېدلای شي.

صلاح الدین رباني که څه هم مخکې له دې پر بېلابېلو څوکېو کار کړی، خو د نوموړي شهرت دا دی چې د پخواني ولسمشر برهان الدین رباني زوی دی.

خو د پخوانی کابینې برعکس چې جنکسالارانو په کې برخه لرله، په نوې کابینه کې ځیني ځوانې څیرې هم شاملې دي چې کورني ارتباطات یې ډیر روښانه نه دي.

د بیلګې په توګه، د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ، عامې روغتیا او حج او اوقافو وزارتونو ته نومول شوي اشخاص.

په لیست کې درې میرمنې هم شاملې دي چې، د لوړو زدکړو، ښځو د چارو او اطلاعاتو او کلتور وزارتونه ورسپارل شوي دي.

اساسي ستونزه د دفاع، کورنیو چارو او مالیې وزارتونو په شمول د څو کلیدي پوستونو لپاره د څیر غوره کول وو.

د کورنیو چارو د وزارت لپاره اجرایوي ریس عبدالله مخکې دوه کاندیدان لرل.

امرالله صالح او عارف سروري چې دواړو یې تردې مخکې د ملي امنیت د ادارې مشري کړي ده، خو ولسمشر اشرف غني له دې نومونو سره موافقه ونه کړه.

عبدالله بالاخره نورالحق علومي چې د کندهار دی دې پوست ته پیشنهاد کړچې کېدای شي د کابیني توازن د اشرف غني په ګټه بدل کړي.

که څه هم په کابینه کې نوې څیرې ځای شوې دي، خو ځینو نویو څیرو سره د تجربو د نشتوالي ستونزه هم مله ده.

د افغانستان د څیړونکو د شبکې مشره کېت کلارک په دې اړه وايي:

″زه یو څه اندېښنه لرم، ځکه کله جوړجاړی د دې سبب کېږي چې کمزوري کسان چارې په لاس کې واخلي.

په داسې حالاتوکې د قوي کاندیدانو پرځای د عامې سطحې لرونکې کسان وړاندې کېږي.″

عبد الوحید وفا هم وايي، چې لویه ستونزه دا ده چې د نوي کابینې ډیرغړي د حکومتدارۍ هیڅ ډول تجربه نه لري.

XS
SM
MD
LG