د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۰۵

فرانسه وايي، له ترهګرۍ سره په جګړه کې ښکېل دی

پرون په فرانسه کې د ترهګرۍ د ۱۷ قربانيانوڅخه د ۷ د فاتحې مراسم ترسره شول.

په همدې حال کې فرانسې ويلي چې دغه هېواد له ترهګرۍ سره په جګړه کې ښکېل دی.

په همدې حال کې د جرمني ولسمشر يواخيم ګواک او د دې هېواد صدراعظمې انګیلا مېرکل د جنورۍ په ۱۳مه د سلګونو خلکوسره په برلين کې په لاريون کې برخه واخيسته.

په پاريس کې د فرانسې ولسمشرفرانسوا اولان وژل شويو درې پوليسو ته درناوی وړاندې کړ او وې ويل چې فرانسه به هيڅ کله داسي حملو ته تسليم نه شي.

اولان د لسګونو پوليسواو د هغوی د کورنيانو سره په دې فاتحه کې برخه واخيسته.

په همدې حال کې د فرانسې د ولسي جرګې استازيو په پراخ بنسټه توګه په شمالي عراق او سوريه کې د اسلامي دولت يا داعش سخت دريځو پر وړاندې هوايي بريدونه هغه وخت تاييد کړل چې د صدراعظم مانويل والزله خوا ورته وويل شول چې له تروريزم سره جګړې ته زموږ مخه ده.

په برلين کې د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل له زرګونو مسلمانانوسره په لاريون کې برخه واخيسته چې د زغم زياتولو په مقصد جوړ شوی وو.

د دې لاریون برخه والو په پاريس کې د اسلامي سخت دريځو له خوا حمله او په جرمني کې د مسلمانانو پرخلاف راپورته شوی تحريک وغانده.

د فرانسې ولسمشرد فاتحې د مراسمو پرمهال په خپله وينا کې وويل چې د پوليسو دا افسران مړه شول ترڅو موږ په ازاده توګه ژوند وکولای شو.ده وويل:

″له دوی څخه مننه او له تاسې څخه مننه. ازادۍ له وحشته وګټله او دا د فرانسې خلک وو چې په ثبات او ورورګلوۍ کې د یو ځای اوسېدو لپاره د نړۍ د ټولو هېوادونو د مشرانو تر مخ راپورته شول.″

دوه افسران برينسولارو او ميرابيت د جنورۍ په اوومه د طنزيه مجلې شارلي ابدو پردفترپه حمله کې وژل شوي وو. د دې افسرانو مړي په فرانسوي بيرغ کې پېچل شوي وو.

فرانسوي چارواکي وايي، د القاعده سره اړوند وروڼو، سعيد او شريف کواشي د شارلي ابدو په دفترکې دغه پوليس افسران له نورو نهه خبريالانو او يو بل کارکوونکي سره ووژل.

کواشي وروڼه د پوليسو له خوا د پاريس په شا او خوا سيمه کې د جنورۍ په نهمه وويشتل شول.

په يوه بله حمله کې يوه پوليسه جين فيليپي د جنورۍ په اتمه د امدي کوليبالي له خوا ووژل شوه. کوليبالي د کواشي وروڼو سره روابط درلودل او يو مسلمان وسله وال سخت دريځی وو.

په همدې حال کې د کوليبالي د جنورۍ د نهمې د حملې څلور يهود قربانيان چې د يهودانو په يوه بازار کې ووژل شول، په بيت المقدس کې خارو ته وسپارل شول. د فاتحې په دې مراسمو کې د اسرايل ولسمشر بنيامن ناتنياهو هم برخه اخيستې وه.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG