د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

انګیلا میرکل په جرمني کې د مسلمانانو په لاریون کې ګډون کوي


د جرمني صدراعظمه انګیلا میرکل او د هغې د حکومت زیات وزیران نن په برلین کې د ازادۍ او زغم لپاره په مارش کې ګډون کوي.

د دې هدف په جرمني کې د اسلام په ګډون، د ټولو دینونو په وړاندې د زغم او په ټولنه کې د فکر د ازادۍ د پراختیا لپاره دي.

په دې کې به د جرمني صدراعظمه خلکو ته وینا وکړي او له ټولو جرمنیانو به وغواړي چې د نورو دینونو د پیروانو پر وړاندې له زغمه کار واخلي.

د جرمني د حکومت ویاند ویلي چې انګیلا میرکل او د جرمني د بهرنیو چارو وزیر به نن د برلین ښار براندنبرګ دروازې [Brandenburg Gate] ته نږدې په ځانګړو مراسمو کې ګډون وکړي.

انګیلا میرکل پرون په برلین کې خبري کنفرانس ته وویل:

"زه غواړم د جرمني د پخواني ولسمشر کرستیا ولف دا خبره تکرار کړم چې اسلام په جرمني پورې تړلی دی. دا حقیقت دی. زه دا نظر منم چې اسلام د جرمني برخه دی. له همدې امله، موږ هر هغه کار کوو چې زموږ په وس کې وي؛ څو د ټولنې په منځ کې د ګډون او یووالي اصل ته پراختیا ورکړو."

د جرمني په یو شمیر ښارونو کې پرون د اسلام ضد تحریک چې مشري یې د پګیډا په نوم دسخت دریځو ملت پالو ډله کوي؛ لاریونونه وکړل او په فرانسه کې وروستۍ تروریستي حملې یې وغندلې.

په درسدن کې د اسلام پر ضد تر لاریون وروسته؛ د پګیډا یو شمیر مخالفان لارو او سرکونو ته راووتل او په جرمني کې د زغم لپاره يې د ټولو خلکو پر یووالي ټینګار وکړ.

د لاریون ګډون کوونکي نیکو شیدلیخ ازادي راډیوته وویل:

"موږ د کرکې ضد یو. د پيګیډا ملاتړکونکي کډوال نه خوښوي. دا یوازې انسانان دي چې د نورو انسانانو سره مرسته کولای شي. پیګیډا، زما په فکر تر اوسه دې ډول انسانیت ته نه دي رسیدلي."

په عین حال کې، د ترکیې حکومت پرون وویل، د حیات بوم الدین په نوم یوه ښځه چې د پاریس په خونړیو حملو کې لاس لری؛ د پنجشنبې په ورځ د ترکیې له خاورې سوریې ته اوښتې ده.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې دا ښځه د جنورۍ په دوهمه اسټانبول ته تللې وه او په هغه ورځ سوریې ته تللې چې ملګري یې په پاریس کې یوه پولیسه ووژله او بیا د یهودانو په یوه مارکیټ کې څلور تنه ووژل.

د ترکیې صدراعظم احمد داودو اغلو پرون په برلین کې خبریالانو ته وویل چې هرکال لږترلږه ۳۵ میلیونه سیلانیان ترکیې ته ورځي او دوی نه شي کولای چې دومره خلک د تروریست اوغیر تروریست په توګه سره جلا کړي.

داود اغلو وویل، د دې لپاره چې ترکیه داسې مشکوک کسان ونیولای شي؛ استخباراتي ادارې يې باید په خپلو کې همکاري زیاته کړي او معلومات سره شریک کړي.

داود اغلو وویل، لږترلږه ۷ زره نومونه چې مشکوک وو؛ حکومت ته سپارل شوي چې پر اساس یې، د یو نیم تر دوو زرو کسان له ترکیېایستل شوي. په دې مشکوکو کسانو کې د جرمني او فرانسې وګړي هم شامل وو.

له بله پلوه، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په یوه خبري کنفرانس کې چې په انقره کې وو؛ وویل چې غربي هیوادونه د مسلمانانو پر ضد دوه مخې پالیسي چلوي چې د اسلام پر ضد احساسات زیاتوي:

"د غرب دوه مخی چلند ډير څرګند دی. موږ مسلمانانو هیڅ کله په تروریستي قتل عام کې ونډه نه ده اخیستې او د داسې قتل عام شاته د توکمیز تعصب؛ د کرکې خبرې او د اسلام ضد احساسات نغښتي دي. په هغو هیوادو کې چې زموږ پر مسجدونو حملې کیږي؛ باید اقدام وشي. دا تحریکونکي کارونه دي."

فرانسوي چارواکو پرون وویل چې د پاریس په حملو کې د مشکوکو کسانو د نورو ملګرو د موندلو په لټه کې دي. پولیسو پرون یوه ویډیو پيدا کړه چې په هغه کې، یوه حمله کوونکي، د پاریس د حملو د څرنګوالي په اړه خبرې کړې دي. په پاریس کې په وروستیو تروریستي حملو کې لږترلږه اولس تنه ووژل شول.

XS
SM
MD
LG