د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۴

ظاهر: په کابل کې ککړه هوا له زغمه وتلې


د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداره په هېواد کې د ککړې هوا د زیاتیدو له امله اندېښنه ښیې.

د دې ادارې مشرمصطفی ظاهرنن په کابل کې خبریالانوته وویل، چې د تیرکال په پرتله په لویو ښارونو کې لس فیصده هوا ککړه شوې ده نوموړي له دولته وغوښتل څو په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

په عین حال کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، ککړه هوا په ژمې کې ان د ماشومانو او لویانو د مړینې لامل هم ګرځېدای شي.

د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداره وايي، چې هرکال په ټول هېواد کې له درې زرو څخه زیات افغانان د ککړې هوا له کبله مري.

د دې ادارې مشرمصطفی ظاهرنن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د هېواد ټول لوی ښارونه د ککړې هوا ترګواښ لاندې دي او د تیرکال په پرتله لس فیصده هوا ککړه شوې ده.

ښاغلي ظاهرله حکومته وغوښتل څو دې ستونزې ته د حل لار ومومي:

″امکان لري چې هرکال له درې زرو زیات کسان د ککړې هوا له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړي او دا هغه مساله ده چې ډیر بحث پرې نه دی شوی، زموږ په پلازمینه کې د هوا ککړتیا د منلو او تحمل وړنه ده.″

ښاغلی ظاهر د هوا د ککړوالي لوی لامل، د سکرو ذغال، لرګوو او د سوند د ځینو نورو توکو کارول یادوي.

ښاغلي ظاهر وايي، چې ترکابل وروسته جلال اباد کې هوا تر ټولو ککړه ده.

مصطفی ظاهرپه موټرو کې د بې کیفیته تیلو استعمال، د سړکونو خرابوالی، د سمسورتیا نشتوالي، د نفوس ډیروالی، د خښتو بټۍ، فابریکې، حمامونه او هوټلونه په کابل کې د هوا د ککړیدو سرچینې بولی.

د افغانستان د چاپیریال ساتنې ادارې د معلوماتوله مخې دوی هم د ککړې هوا د پاکولوپه هدف هڅې پیل کړي چې په هغه کې عامه پوهاوی او نور اړین اقدامات شامل دي.

دا اداره وايي، چې په تیرو دریو کلونو کې دوي هڅې کړي څوپه وزارتونوکې د ډېرو د سکرو پرځای له ګازو او بریښنا نه استفاده وکړي.

په عین حال کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د ککړې هوا له امله بېلابېلې ناروغۍ لکه، د زړه ناورغۍ، د مغزو سکته، د سګو ناروغۍ، زکام، د ستونې درد او بېلابېلې نورې ناروغۍ پیدا کیږي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست احمدجان نعیم په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل، چې په ژمي کې ککړه هوا د ماشومانو او لویانو د مړینې لامل ګرځي:

″د هوا ککړتیا د سرطانونو سبب کیږي، ډیرې خطرناکې تنفسي ناورغۍ پیدا کوي او په ضمن کې د ماشومانو او لویانو لپاره ډیره خطر پیښوي او د هغوي د مړینې سبب کیږي.″

پخوا تردې هم د افغانستان د ښارونو په ځانګړې توګه د کابل ښارد هوا د ککړتیا په اړه اندیښنې موجودې وې چې د خلکو په ژوند یې اغیز کړی.

که څه هم د افغانستان حکومت په تیروڅوکلونوکې د چاپیریال ساتنې لپاره بېلابېل پروګرامونه عملي کړل خو معلومېږي چې د هوا ککړتیا په ورځ مخ په زیاتیدو ده.

راپور: مرضیه احمدزۍ

XS
SM
MD
LG