د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

تر یو میلیون ډېرو خلکو د پاریس په لاریون کې ګډون کړی و


د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې له خونړیو حملو وروسته پرون څه باندې پنځلس لکو خلکو چې د نړۍ د څلوېښتو هېوادونو مشران هم په کې وو؛ لاریون وکړ.

د لاریون ګډونوالو د چارلي اېبدو Charlie Hebdo طنزي اونیزې پر دفتر د تروریستي حملې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړه. د دې حملې په اولسو قربانیانو کې څلور کارتونیستان هم شامل و. لاریون کوونکو د افراطیت پرضد د یووالي او د چارلي اېبدو د خپرونې او د بیان د آزادۍ د ملاتړ شعارونه ورکول:

د فرانسې د کورنیوچارو وزارت وویل چې پرون په ټوله فرانسه کې لږترلږه درې اعشاریه اوه میلیونه خلکو د افراطیت ضد لاریون وکړ چې د فرانسې په تاریخ کې ساری نه لري.

دې وزارت همداراز ویلي دي چې د پاریس په لاریون کې د دولس لکو او شپاړس لکو ترمینځ خلکو ګډون کړی و؛ خو د خلکو پراخ ګډون ته په پام سره یې دقیقه شمېرنه ناممکنه وه.

د یووالي په نوم د دې لاریون مشري د فرانسې او د نړۍ د څلوېښتو هېوادو مشرانو کوله چې د دې حملو د قربانیانو د کورنیو غړي هم پکې حاضر وو.

د فرانسې ولسمشر فرانسوااولاند د جرمني، برتانیا ایټالیا او اسراییلو له صدراعظمانو، د فلسطینۍ ادارې له مشر او د څو هېوادونو له مشرانو سره لاس په لاس په دې لاریون کې ګډون وکړ.

د اوکراین ولسمشر، د ترکیې صدراعظم او د روسیې د بهرنیوچارو وزیر هم د دې لاریون ګډونوال وو. د متحدوایالاتو استازیتوب لوی څارنوال ایریک هولډر کاوه. د ملګروملتو سرمنشي او د ناټو عمومي منشي او د اروپايي ټولنې، اروپايي کمیسیون او د اروپايي پارلمان مشران هم له فرانسویانو سره د خواخوږۍ په دې غونډه کې حاضر و.

په نورو اروپايي ښارونو کې هم لسګونه زره کسانو په لاریونونو او غونډو کې له فرانسویانو سره خواخوږي څرګنده کړه. شاوخوا شل زره کسان د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې له شعارونو سره چې د کرکې پرضد د یووالي او د بیان د آزادۍ د ملاتړ شعارونه پرې لیکل شوي وو؛ واټونو ته راووتل.

د برلین په لاریون کې شاوخوا نه زره کسانو ګډون وکړ او د اسپانیا په پلازمېنه مادریډ کې سلګونه کسان چې د فرانسې سره، سپین، ابي بیرغونه ورسره وو، واټونو ته راوتلي وو. د مادرید د اورګاډو په اتوچا سټېشن کې چې د ۲۰۰۴ کال خونړۍ تروریستي حملې پکې وشوې هم سلګونه مسلمانانو غونډه وکړه.

د سویډن په پلازمېنه ستوکهولم کې هم شاوخوا درې زره کسانو، په داسې حال کې چې قلمونه یې په لاسونو کې وو، لاریون وکړ.

XS
SM
MD
LG