د افغانستان د فوټبال د ملي ټيم پر روزونکي حملې د لوبغاړو تُند غبرګون پارولی دی.
یوسف کارګر هغه روزونکی چې ګڼشمیرفوټبالران یې روزلي خو اوس د ناپيژاندو کسانو د حملې له امله ټپي په روغتون کې پروت دی.
د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې د فوټبال د ملي ټیم پر روزونکي د شنبې په شپه یو شمیر ناپیژاندو کسانو حملې کړې او په چړو یې وهلی دی.
ښاغلی کارګر چې د خپل کور مخ ته پرې حملې شوې؛ د سر په برخه کې په اوو چړو وهل شوی او اوس وخت په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
دې پيښې د ګڼشمیر لوبغاړو غوصه پارولې او خبرداری یې ورکړی؛ که د لوبغاړو امنیت ته پام ونه شي؛ دوی به د افغانستان په نوم لوبه ونه کړي.
د فوټبال د ملي ټیم غړي حمیدالله یوسفزي ازادي راډیو ته وویل چې په ښاغلي کارګر باندې له حملې نه لوبغاړي سخت متاثره دي.
"دا خو خامخا د ورزشکارانو لپاره ډېره بده خبره ده. لوبغاړو باندې ډېر تاثیر کوي. هر څوک چې ورزش کوي زړه یې توریږي چې دلته په افغانستان کې ورزش ونه کړي نور."
ښاغلی یوسفزی وایي، له دې مخکې هم په بیلابیلو سیمو کې پر فوټبالرانو او د نورو برخو پر لوبغاړو خال خال حملې شوي چې د لوبغاړو ژوند یې ګواښلی دی.
د تکوانډو او کورش ځینې ملي لوبغاړي له دې مخکې په ډزو سره وژل شوي وو چې هغه وخت هم لوبغاړو غبرګون ښکاره کړ.
امنیتي چارواکي وایي، د ټولو افغانانو د خوندیتوب مسوولیت ور په غاړه دی او په لوبغاړو باندې د شویو حملو څیړنې ته لومړیتوب ورکوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د فوټبال د ملي ټیم پر روزونکي حمله وغندله او ویې ویل چې په دې اړه جدي څیړنې پيل شوي دي.
ښاغلي صدیقي وویل، امنیتي ارګانونه هڅه کوي چې د ټولو افغانانو او هغو لوبغاړو امنیت ونیسي چې د افغانستان نوم یې د سپورټ له لارې اوچت کړی:
"د لوبغاړو لپاره لکه څنګه چې اړتیا یې شته امنیت نیول کیږي. خپله وینئ چې د هر سټډیوم او ورزشي ډګر مخې ته پولیس ولاړ دي امنیت یې نیسي. دا چې پيښې ولې کیږي، خپل عوامل لري. موږ تر خپلې وسې پورې هڅه کوو چې د خپلو لوبغاړو امنیت ونیسو."
د ښاغلي صدیقي په خبره تر دې مخکې هم د لوبغاړو په سر حملې څیړل شوي او لاملونه یې اړوندو ادارو ته روښانه شوي دي.
۲۰۱۴ کال چې د ډېرو ادارو له خوا تر ټولو خونړی کال اعلان شوی و د ګڼشمیرلوبغاړو په وژل کیدو او ژوبلیدو پاي ته ورسید.
په پکتیکا کې د والیبال پر میدان حملې ګڼشمیرلوبغاړي خاورې کړل د تکواندو او کورش دوه لوبغاړي په ډزو ووژل شول.
خو په ۲۰۱۵ کال کې په لوبغاړو او سپورټي مخکښانو دا لومړۍ حمله ده چې هغه هم د فوټبال د ملي ټيم روزونکی یوسف کارګر په کې ژوبل شو.