د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

"د پروموټ پروژې د پلی کولو لپاره باید یو منظم میکانیزم جوړ شي"


د ملي وحدت حکومت اجرایي رییس وايي؛ کومې مرستې چې د پروموټ پروژې له لارې له افغان میرمنو سره کیږي؛ باید د یوه منظم میکانیزم له لارې ولکول شي.

د حکومت اجرايي رییس عبدالله عبدالله وايي؛ افغان میرمنو په تیرو دیارلسو کلونو کې د حکومتدارۍ؛ د حقونو د ترلاسه کولو، سوداګرۍ او نورو برخو کې ښې پرمختیاوې درلودې؛ خو په خبره یې لا هم باید د ښځو لپاره ډير کار وشي.

ښاغلي عبدالله چې د یکشنبې په ورځ یې یوې غونډې ته وینا کوله؛ وویل چې د پروموټ پروژه په سیاسي؛ ټولنیزو او مدني برخو کې د افغان میرمنو د رول د پياوړتیا لپاره یوه ستره او مهمه پروژه ده.

نوموړي ټینګار وکړ چې د دې پروژې د پلی لپاره باید یو منظم میکانیزم جوړ شي:

"سره له دې چې دا مرستې د افغان حکومت سره په همغږۍ د [یو اس اې آی ډي] له لوري عملي کیږي؛ دا ډېره مهمه ده چې د همغږۍ یو منظم میکانیزم ورته ولرو."

د امریکا نړېوالې پراختیايي ادارې (یو اس اې ای ډي) په دوه زره او څوارلسم کال کې د پروموټ په نوم یو پروګرام معرفي کړ چې په بیلابیلو برخو کې د ښځو ونډه پياوړې کوي.

د دغه پروګرام له مخې به په راتلونکو پنځو کلونو کې پنځه اویا زره افغان میرمنو ته زمینه برابره شي؛ څو خپلې کاري وړتیاوې لوړې کړي.

"یو اس اې آی ډي" دې پروګرام ته ۲۱۶ میلیونه ډالره ځانګړي کړي او ټاکل شوې مرسته کوونکې ادارې هم نور ۲۰۰ میلیونه ډالره ورته برابر کړي.

د دې پروګرام اساسي هدف د اقتصاد په برخه کې د ښځو د رول پیاوړتیا؛ د ښځو د حقونو څخه د ملاتړو ډلو سره مرسته او د افغانستان د حکومت په تصمیم نیوونکو څوکېو کې د ښځو د شمېر ډیرول ښودل شوي دي.

د ښځو د چارو فعالانې هم دا پروژه د میرمنو لپاره ګټوره بولي؛ خو ټينګار کوي چې د تطبیق د موثریت لپاره یې باید واک ښځو ته ورکړل شي.

د افغان میرمنو د همغږۍ او پرمختیا د موسسې مشرې شکریې جلالزۍ آزادی راډیو ته وویل چې د پروموټ پروژه باید د ښځو د اساسي اړتیاوو د رفع کولو په برخه کې مصرف شي:

"زما په نظر د پروموټ پروژه به هغه وخت موثره وي چې زیاتره واک یې ښځو ته ورکړل شي. ځکه چې ښځې باید له اقتصادي پلوه په خپلو پښو ودریږي او دغه راز باید کنټرول شي او شفافیت په کې وي او په بنسټيزو برخو ولګول شي."

د ښځو لپاره ښوونه او روزنه، روغتیا او حقوق هغه مسایل دي چې د میرمن جلالزۍ په خبره باید ورته ډيره پاملرنه وشي.

دا وايي، په افغانستان کې د ښځو لپاره مخکینۍ مرستې ځکه بې ګټې وې چې په سطحي پروژو مصرف شوې او په کې فساد زیات و.

دا چې پروموټ له افغان میرمنو سره د امریکا د مرستو تر ټولو ستره پروژه ده؛ نو فعالاني سپارښتنه کوي چې په مصرف کې یې باید شفافیت ته جدي پاملرنه وشي او داسې ولګول شي چې ټولې میرمنې ورڅخه برخمنې شي.

XS
SM
MD
LG