د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۳۹

ملي امنیت د رییس خدایداد د تښتېدو اوازې رد کړې


سیدالله مشهور په رییس خدایداد
سیدالله مشهور په رییس خدایداد

د افغانستان د ملي امنیت ریاست د رییس خدایداد د تښتیدو اوازې رد کړې او ویې ویل، چې اوس هم نوموړی له دوی سره په توقیف کې دی.

ملي امنیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا ډول څرګندونې د ځینو مغرضو کسانو له خوا کیږي او هدف یې د خلکو د زهنونو ګډوډل دي.

ملي امنیت د رییس خدایداد یوه ویډیو هم رسنیو ته لیږلې چې د نن ورځې تاریخ یادي او وایي چې دی د ملي امنیت په توقیف کې دی:

"زما نوم سیدالله او مشهور په رییس خدایداد یم؛ نن د جدي یوویشتمه، د یکشنبې ورځ ده او زه له املي امنیت سره بندي یم."

رییس خدایداد څه موده وړاندې د قتلونو او سړي تښتونو په تور د ملي امنیت له خوا په کابل کې ونیول شو او مسولین وایي، نوموړی په داسې خوندي ځای کې ساتل کیږي؛ څو نافذ شوي قوانین پرې تطبیق شي.

ملي امنیت ویلي، دغه اوازې په داسې حساسو شرایطو کې خپریږي چې ټاکل شوې د ملي امنیت سرپرست رحمت الله نبیل همدې ریاست ته د کاندید په توګه ولسي جرګې ته معرفي شي.

XS
SM
MD
LG