د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۸

اشرف غني: حکومت باید ملي شورا ته ځواب ورکوونکی وي


په داسې حال کې چې د افغانستان په وزارتونو او ادارو کې پراخ اداري فساد موجود دی؛ ولسمشر غني وایي چې د اجرایي قوې هر مسوول باید په شپږو میاشتو کې یوځل د خپلو فعالیتونو راپور ملي شورا ته وړاندې کړي.

ولسمشر غني د شنبې په ورځ د مشرانو جرګې د نوو غړو د لوړې په مراسمو کې وویل، چې ملي شورا باید پر حکومت فشار راوړي او زیاته یې کړه چې دی د ملي شورا د پریکړو احترام کوي.

ښاغلي غني وویل چې د قانون له مخې باید د حساب ورکولو موضوع جدي ونیول شي او ټینګار یې وکړ؛ که دغه حساب ورکوونه د ملي شورا قناعت ترلاسه نه کړي؛ له هغه مسوول سره به مخه ښه وکړي:

"حساب نیول او حساب ورکول دواړه په اساسي قانون کې شامل دي؛ تاسې به حساب نیسئ او اجرایه قوه به حساب درکوي؛ زما وړاندیز دا دی چې په هرو شپږو میاشتو کې باید د اجرایه قوې ټول مسولین تاسو ته د خپلو کارونو منظم او منسجم راپور درکړي؛ که له راپوره بریالي ونه وتل؛ ورته وایو، خدای پامان."

په همدې حال کې ولسمشر غني وایي چې له دې وروسته به حکومت هره سیاسي موضوع د سیاست له لارې هواروي؛ نه د جنګ او زور له لارې.

ولسمشر تینګار وکړ چې له دې وروسته به وکیلان دا اړتیا ونه لري چې د موکلینو د ستونزو د حل لپاره اداره په اداره وګرځي او زیاته یې کړه چې حکومت مسوولیت لري چې خپلې دندې له قانون سره سمې عملي کړي.

مشرانو جرګه ۱۰۲ غړي لري چې څلور دیرش یې د ولایتي شورا ګانو؛ څلوردېرش یې د ولسوالیو د شوراګانو او څلور دیرش نور یې د ولسمشر له خوا ټاکل کیږي.

خو په تیرو پړاونو کې د مشرانو جرګې دوه ثلثه د ولایتي شوراګانو وکیلان وو؛ ځکه چې د ولسوالیو انتخابات نه وو.

په همدې حال کې د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار د نوو سناتورانو د لوړې په مراسمو کې ژمنه وکړه چې د حکومت فعالیتونه به څاري او خپلې دندې به پر ځای کوي:

"موږ په دې حساسو شرایطو کې د افغانستان وضعیت درکوو؛ ستاسې سپارښتنې او وعدې چې د کمپاینونو پر مهال مو کړي؛ هغو ته هم د څارنې په سترګه ګورو؛ هره هغه سپارښتنه چې د نظام د ښه والي سبب کیږي؛ انشاءالله په اطمنان سره تاسو ته وایم چې تاسو به دنیا ته نه سرټیټی کیږي؛ دا به تاسو ته یو اطمنان وي."

ولسمشر په داسې حال کې د اجرایه قوې له خوا په حساب ورکوونې ټینګار کوي چې په تیرو دیارلسو کلونو کې انتقادونه دا وو چې اکثره مسولین په شخصي ګټو پسې ګرځي او خپل مسوولیت نه ادا کوي.

څيړونکي وایي، که چیرې ملي شورا د وزارتونو د حساب ورکولو موضوع جدي ونیسي؛ نو دا به په ادارو کې د اصلاحاتو لامل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې حکومت د پراخو اصلاحاتو ژمنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG